
د بنو د غونډې ګدونوالو سره څو خبرې
دکتور محمد عثمان تره کی
۱۲/۰۱/۲۰۲۰
له شلو کلونو راهیسې پښتانه چې په سیمه کې د بهرنیو یرغلګرو په ضد د یوه ستر انساني دال، رول لوبولی، د یوې نړیوالی توطئې په ذریعه چه په دقت سره مهندسي شوې وه تر سختو ګوزارونو لاندې نیول شوې دي.
نړیوال نظامي ائتلاف، تروریزم سره د جګړې په پلمه په سیمه کې پاکستان ته د ملیاردونو ډالرو په بدل محوري ونډه وسپارله. د پاکستان پوځ او استخباراتو د خپل جنګي ماشین ورانونکې استقامت پښتن قبایلي سیمو ته واړول. ډالر پر حق او توپک پر قانون باندې بر لاسي وموند. عدالت او بشري حقونه د ناوړه سیاست قرباني شول.
د بې پوښتنې او وړیا وژنې په وړاندې د افغانستان دننه طالبان د جګړې میدان ته ورننوتل او په پښتونخواه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ( پ ، ژ ، غ ) سوله ایزې لارو، مظاهراتو او پرلتونو ته مخه کړه.
نن افغانستان خاورې ته نژدې د بنو په سیمه کې د ( پ ، ژ ، غ ) په بلنه یوه غونډه جوړیږي، د تروریست یعنې یو نامالوم دښمن په جګړه کې د پردیو د ګتو قرباني شوې پښتانه یو وار بیا دا امکان تر لاسه کوي چه د حق او عدالت وسلې سره سمبال، د ظلم او استکبار مقابلې ته ور ودانګي. خو تجربو ښودلې چه د جرګې د جوړیدو نه، یوازې په تبلیغاتي برخه کې غورځنګ ګته پورته کولي شي : د ( پ ، ژ ، غ ) د پرلتونو د پیل نه را په دې خوا پاکستاني واکدارانو نه یوازې د پاڅون غوښتنې ته پام ندی اړولې، بلکې د هغې مشران يې تعجیز، تحقیر او بندیان کړي دي.
واقعیت دا دی چې د حق غوښتنې عملیه چه د پرلتونو له لارې تنظیم کیږي، یوازې د قام په ویښتیا، د دښمن او دوست په تشخیص او نهایتاً د ملي یووالي په برخه کې اغیزمنه ونډه لرلی شي، خو حالاتو ته په کتو سره د دې وخت رارسیدلی چې له دښمن سره په مقابله کې په نورو تکتیکونو باندې هم غور وشي.
د پرلتونه د ( پ ، ژ، غ ) په پرتله زیاتره پاکستاني واکداران ګټه پورته کوي او يا به وکړي، د خوځښت مشرانو ته په کار دز چې هلې ځلې وکړي تر څو غورځنګ د پاکستان د استخباراتي لوبو په لاسوند بدل نشي.
یوه یادونه:
لویدیځوالو د کلونو په اوږدو کې په پښتونخواه کې د پاکستان د پوځ عملیاتو ته د شک په سترګه کتل او په تکرار یې ویل چه پاکستان د اخیستل شوې پیسو په کچه د تروریزم اصلي مرکزونو ته پام ندی اړولی او باید د خپل دوه مخیز سیاست چلند بدل کړي، پاکستان د امریکايي ډرون تر ګواښ لاندې و چې ( پ ، ژ ، غ ) په پښتونخواه کې د پاکستان د پوځ د عملیاتو د پایلې یو اوږد لیست په لاس چې په کې خدای په جات جنایتونه شامل وو، په ښارونو، کوڅو او واټونو کې منظمو پرلتونو ته مخه کړه. غورځنګ غوښتل چه د پاکستان د پوځ په جنایتونو تمرکز وکړي. خو د پاکستان د استخباراتو غوښتنه دا وه چه له هغو میټينګونو څخه چه د ( پ،ږ،غ ) په نوښت تر سره شوې تبلیغاتي ګته پورته کړي. په دې معنا چه لویدیځوالو ته دا پیغام ورولیږي چه د تروریزم سره په جګړه کې ستاسې پیسې بې ځایه لګول شوې ندي. خو حقیقت دا دی چه د پاکستان پوځ د عملیاتو په ترڅ کې ملکیان په نښه کړې وو، نه پوځ سره تړلي تروریستان.
په هر حال ! د منظمو پرلتونو نه وروسته د پوځ په پته د امریکا ګواښونه په ټپه ودریدل.
د وخت په تیریدو سره غورځنګ چه قام ته د خدمت ملا په صداقت تړلې وه، د کړیدلو ولسونو له هرکلي سره مخ شو او د ولس په غیږ کې د پاکستان د پوځ د کنترول نه ووت.
اړینه ګڼل کیږي چه د غورځنګ مشران سبا په خپله غونډه کې د نړیوال سزا د دیوان په پته دا غوښتنه وکړي چه سیمې ته د جنګي او بشري جنایتونو د څیړنې په موخه یو پلاوی ورولیږي، دغه ګام هرو مرو د پاکستاني پوځ له مخالفت سره مخ کیږي، خو ګټه يې دا ده چې د ( پ، ژ، غ ) د حق غوښتنې داعیې ته به عمومي او نړیوال تبلیغاتي بڼه وربښي.
د تاریخ په اوږدو کې د ډیورنډ د کرښې د دواړو خواوو افغانان د یو واحد برخلیک سره مخ شوي دي، اوسمهال دواړه د بهرنیو لاسوهنو یا د ګوډاګيو واکدارانو د ظلم او پردي پالنې قربانيان دي.
اغزن تار او ګمارل شوې صوبه داران په دې ندي بریالي شوې چه ولسونه سره بیل کړي. خو دومره توانیدلي دي چې مرګ ژوبله او وراني په لر او بر کې وغزوي.
زه ( پ، ژ، غ ) ته د یو ژیوپولتیک خودجوش تولید په بڼه ګورم چې د لر او بر د څلویښت کلن ناورین نه يې سر راپورته کړی دی، خو اصلي پوښتنه دا ده چې غورځنګ کولی شي د جرګو، غونډو، پرلتونو او شعارونو له لارې د حق کاروان په دغسې حالاتو کې منزلِ مقصود ته ورسوي چې دښمن د ټوپک د خولې نه خبرې کوي او د تیرو پرلتونو پایلې د نشت په حساب کې دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د خپلواک او هیله بښونکي کاروان د بریالیتوب په تمه.
عثمان ترکی صاحب ! ستاسی لیکنی می له پخوا راهیسی لوستلی او لولم یی، تاسی ښه اسلامی دریز لیواله کړی ووم چه د دوستی او همنظری نزدی اړیکی درسره ولرم، له بده مرغه یوه تألیفونی کنفرنس کی درڅخه یو ورور د دعا قنوت د لوستلو غوښتنه وکړه تاسی ونه شوه ویله ، د طالبانو سره دریز مو د اسلام سره د ناخبری په مقایسه پوښتنی راولاړی کړی. یو وخت مو د حزب اسلامی ( امین ) په تلیفونی کنفرانس کی هم وموندلی ، وخت ناوخت راته معلومیدلو چه تاسی بله کومه ایزمی معفکوره لری مګر دا چه جهادی کړنی ژوندی… نور لوستل »
مجاهد صیب سلام علیکم ! ! وروسته له سلام څخه ترکی صیب زه ان دیرش کاله را پرديخوا پیژنم هغه ډير مسلمان سړی دی ! ترکی صیب لکه زه او نور په اسلامي علومو دومره پوهیږو کوم مو چې ۶۰ کاله مخ کې په ښوونځي کې زدکړي وو ، تاسو باید په مونږ ویاړ وکړۍ چې ان دا دیر ش کاله کیږي چې دیوو اسلامي هیواد تر څنګ ولاړ یو او عقیدې مو هیڅ تغیر ندی خوړلی ! که څه هم مونږ مکتبیان او د پوهنتون کسان یو خو عقیده مو اسلامي ده او ضروري نده چې مونږ ملایان شو… نور لوستل »
مجاهده! ایا دخپل حق اخیستل نیشنلزم دی؟ هغه تقریبا ۳۵ زره پشتانه چی ورک دی دهغوی د مرگ پوشتنه کول نشنلزم دی؟ هغه د پشتنو په علاقه کی چی تور پنجابی فوج کلی کلی وران کرل، خلگ یی بی کوره کرل، ماشومان یی بی تعلیمه کرل، میندی بوری یی کری او منطقی کی یی ورته داعش او دنری ترهگر راویستل ددی تولو ظلمونو په مقابل کی دریدل درته نیشنلزم شکاری؟ مجاهده! ستا دعقل او درایت او فهم سوریان کوره او بند دی چی خپل داولس د فلاح او خوشبحتی لپاره درته مبارزه نیشنلزم شکاری. ته وزیرستان، کورمی، سوات، مومندری او….… نور لوستل »
د ښاغلی استاد تره کی صاحب د لیکنی څخه په مننی سره یو وړوکی عرض: د دیورنډ کرښی د تاریخ په بهیرونو کی موږ افغانان د سختو سیاسی او روحی او عاطفی او احساسی ستونزو سره مخامخ کړی یو او که اساسی چاره و نه لټول سی او تجویز نه سی نو ستونزی به مو همداسی نا هواری پاتی وی. د ډیورنډ کرښه د انګرېز او شوروی تر منځ د پټو رقابتونو یو مرموز مرکز ؤ چی د ددې خبیث رقابت ضرر موږ ته ډېر را رسېدلی دی نسبت د کرښی ها خوا زموږ د میرې زامنو ته. ځوروونکې دا… نور لوستل »
تره کی صاحب ! تاسی پدی خبر ياست چی غربی کفری نړی ولی و دی بيهمتو او يوازی په نامه پښتنو ته تبليغ کوی ، تاسو ته به دا پته هم وی چی د دی غربی کفارو خواخوږی د پښتنو سره له څه وخته او د څه لپاره دی ، دوی اوس پر پښتنو مينان سول که څنګه ؟؟؟ پخوا می هم تاسوته ليکلی وه او بيايی هم ليکم چی که تاسو د نورو معلوماتو او پوهی سره څه دينی علم هم درلودلای افغانانو به ډيره ګټه درنه اخيسلتی وای . دا مه هيروی چی افغانان په تيره بيا پښتانه… نور لوستل »
دافغانستان څلویښت کلنه پیچلې مسأله که د دعای قنوت په ذریعه حل شوې واي د شورویانو د ماتې نه وروسته کله چه دعاي قنوت سره سمبال مجاهدین په قدرت باندې قبضه ولګول او ورپسې طالبان راغلل سوله او امنیت راته او دنیا ګل او ګلزار کیدله .زموږ جهالت پدې کې ده چه په څلویښت کلن خوب دوب یو او فکر کوو چه د نړي سیاست د دعاي قنوت په محور باندې راڅرخي او د افغانستان معضله یوازې او یوازې دعاي قنوت حلولي شي.
بی شکه چی که مونږ صرف د دعا قنوت سم زده کرو او ترجمه باندی ځان پوه کرو او عمل په وکرو دافغانستان مسله خو پریږده د تول نری مسایل به حل شی.