افغانستان

زرګونه افغان ترجمانان لا هم د امريکا ويزو ته په تمه دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د امریکا ډيپلوماټ مجلې ليکلي، په افغانستان کې د بهرنيو پوځيانو ترجمانان خپل ژوند له ګواښونو ډک بولي او شاوخوا ۱۹ زره ترجمانان د امريکا د ويزو ترلاسه کولو ته په تمه دي.

د ډيپلوماټ مجلې په خپره شوې مقاله کې راغلي، شاوخوا ۱۹ زره افغان ترجمانانو، چې له تېرو اتلس کلونو راهيسې له بهرنيو ځواکونو سره دندې ترسره کړې وې، اوس د امريکا ويزو ته په تمه دي.

د مجلې په وينا دا پخواني ترجمانان په هېواد کې د روانو جګړو او تاوتريخوالي له امله ځانونه خوندي نه بولي او له تېرو څو کلونو راهيسې په تمه دي، چې د خپل ژوند او راتلونکي د خونديتوب لپاره د امريکا ويزې ترلاسه کړي.

د ډيپلوماټ په وينا په ۲۰۱۴ کال کې د ناټو د محاربوي عملياتو د پای ته رسېدو سره امريکا شاوخوا ديارلس زرو افغان ترجمانانو ته ويزې ورکړې، خو پاتې نږدې ۱۹ زره ترجمان لا هم امريکا ته د تګ په هيله شپې ورځې تېروي.

د پخواني ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ په وروستيو کلونو کې د بهرنيو چارو وزير جان کيري ويلي و، چې څلور زرو افغان ترجمانانو ته به په ترجيحي اساس ويزې ورکړي، خو دا يې نه وه روښانه کړې، چې د ويزو ورکولو د ترجيح طريقه به يې څه وي، خو کله، چې د ۲۰۱۷ کال په لومړيو کې ډونلډ ټرمپ د امريکا ولسمشر شو، د شپږ مسلمانو هېوادونو سربېره يې ترجمانانو ته د ويزو ورکولو پروګرام بند کړ.

يو شمېر امريکايي سناتوران وايي، کومو افغانانو، چې په سختو شېبو او جګړو کې له دوی سره مرستې کړي، بايد د امريکا ويزې ورکړل شي، خو د ټرمپ اداره په دې اړه له احتياطه کار اخلي او غواړي د کډوالو په اصولو کې بدلون راولي او د پخوا په پرتله يې نور هم سخت کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x