افغانستان

هرات کې د سختو واورو له امله ۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د هرات ولايت په انجيل او ادرسکن ولسواليو تېره شپه د سختو واورو او ورښتونو له امله په دوو پېښو کې د ښځو او ماشومانو په شمول اتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د هرات ولايت وياند جيلاني فرهاد رسنيو ته ويلي، د سختو واورو او ورښتونو له امله د انجيل ولسوالۍ په قادر اباد سيمه کې د يوه کور د کوټې چت نړېدلی او د يوې کورنۍ شپږ غړي په کې وژل شوي دي.

همدارنګه په ادرسکن ولسوالۍ کې هم د واورو او ورښتونو پر مهال د کوټې نسکورېدو له امله دوه تنه مړه شوي دي.

جيلاني فرهاد او د هرات امنيه قومندان جنرال امين الله امرخېل ويلي، پوليس د خلکو ژغورنې لپاره سيمې ته رسيدلي او هڅه کوي، له خلکو سره په دې اړه مرسته وکړي.

د يادونې وړ ده، چې د هوا پېژندنې ادارې تېره ورځ ويلي و، چې د هرات، فراه، هلمند، زابل، کندهار، غزني، لوګر، باميان او يو شمېر نورو ولايتونو کې د سختې واورې او ورښتونو اټکل شته او پر خلکو يې غږ کړی و، چې مخکې له مخکې خپل احتياطي تدابير ونيسي.

د هلمند سربېره په کندهار او يو شمېر نورو سيمو کې د سختو ورښتونو له امله يو شمېر کورونه ويجاړ شوي او ګڼ شمېر کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د هوا پېژندنې د اټکل له مخې ښايي په راتلونکو څو ورځو کې د افغانستان په ګڼو ولايتونو کې د واورو او ورښتونو لړۍ تونده شي او خلکو ته په کې زيانونه هم واوړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x