نړۍ

د قطر امیر د سيمې پر وضعيت د بحث لپاره تهران ته رسېدلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د قطر امیر شيخ تميم بن حمد آل ثاني نن ماسپښين ناوخته پر سيمه‌ييزو ستونزو او تازه پېښ شوي وضعيت د بحث لپاره د ایران پلازمېنې تهران ته رسېدلی دی.

قطري رسنۍ وايي، د قطر امير به د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره په سيمه کې د تازه پيدا شوو ستونزو په اړه خبرې وکړي.

د قطر دولتي خبري اژانس «قنا» ويلي، شيخ تميم بن حمد نن تهران ته په رسمي سفر تللی، تر څو د ايران سپاه پاسداران د القدس ځواکونو د مشر قومندان جنرال قاسم سليماني له وژنې وروسته پېښ شوي وضعيت او نړيوالو چارو په اړه د ایران له ولسمشر او نورو چارواکو سره خبرې وکړي.

جنرال سليماني او د عراق ولسي خوځښت «الحشد الشعبي» شيعه ملېشو مرستيال ابو مهدي المهندس د روانې جنورۍ مياشت په درېيمه نيټه د عراق پلازمېنې بغداد هوايي ډګر ته څېرمه د امريکا په توغنديز برید کې ووژل شول او له دغې پېښې وروسته په سيمه کې د امريکا او ایران ترمنځ د تاوتريخوالي د زياتېدو اندېښنه راپورته شوه، خو داسې ښکاري، چې د ځينو پټو کانالانو له لارې واشنګټن او تهران د تاوتريخوالي په کمولو بېرته سلا شوي دي.

د قطر امير شيخ تميم بن حمد له سفر مخکې د بهرنيو چارو وزير او د لومړي وزير مرستيال شيخ محمد بن عبدالرحمن هم تېره اونۍ تهران ته تللی و، هلته يې د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف او نورو لوړپوړو چارواکو سره د پيدا شوي تاوتريخوالي او قاسم سليماني په وژنه بحثونه کړي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x