نړۍ

ټرمپ: سعودي بايد د امريکا د اضافي عسکرو په بدل کې موږ ته ميلياردونه ډالر راکړي «ويډيو»

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، ده د سعودي حکومت خبر کړی، چې د اضافي امريکايي عسکرو د غوښتو په بدل کې به امريکا ته ميلياردونه ډالر ورکوي.

ټرمپ له «فاکس نيوز» سره د خبرو پر مهال زياته کړې، چې ده سعودي چارواکو ته ويلي: «تاسې ډېر شتمن هېواد ياست او بايد د اضافي امريکايي عسکرو د غوښتو لګښتونه ومنئ او دوی عملا موږ ته يو ميليارد ډالر راکړي دي.»

نوموړي ټينګار کړی، چې متحده ايالات منځني ختيځ ته د اضافي عسکرو د لګښتونو توان نه لري او د سعودي په غوښتنه هلته نور عسکر لېږي.

د ټرمپ په وينا سعودي چارواکو له دوی سره منلې، چې د ټولو فعاليتونو او چارو لګښتونه به امريکا ته ورکوي.

امريکا د سعودي حکومت په غوښتنه دغه هېواد ته د اضافي عسکرو او پرمختللو پوځي وسلو د لېږلو پرېکړه وروسته تر هغه کړې، چې د تېر ۲۰۱۹ کال په سپټمبر مياشت کې د سعودي د تېلو پر چاڼځايونو توغنديز بریدونه شول، چې په پایله کې يې د تېلو صادارات پنځوس سلنه کم شول.

د دغه برید مسؤوليت د يمن حوثي ملېشو اخيستی و، خو امريکا ويلي و، دا برید د ایران له خاورې شوی دی.

بل پلو د امریکا دفاع وزارت «پنټاګون» ويلي، سعودي ته د اضافي عسکرو سربېره به جنګي الوتکې، د استخباراتي معلوماتو ترلاسه کولو وسائل او دفاعي وسائل وليږي.

عراق او کوريا هم

ټرمپ په خپلې وروستۍ مرکې کې ويلي، دا يوازې سعودي نه دی، چې د امریکايي عسکرو د ځای پر ځای کېدو په بدل کې به امريکا ته پيسې ورکوي، بلکې عراق او کوریا هم بايد امريکا ته ميلياردونه ډالر ورکړي.

د ټرمپ په وينا جنوبي کوريا بايد د اضافي امريکايي عسکرو د غوښتو په بدل کې امريکا ته پيسې ورکړي.

هغه زياته کړه، چې امريکا په عراق کې ډېر لګښتونه کړي، هلته يې د نړۍ په کچه ستر هوايي ډګر جوړ کړی او که د عراق حکومت له دغه هېواده د امريکايي پوځيانو د ايستلو غوښتنه کوي، نو بايد د امريکا ټول لګښتونه ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x