کرېکټ بورډ یو وار بیا د پخواني لوبغاړو تکړښت او جوړښت ازمایي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ مرغومي، ۱۳۹۸ل): افغان کرېکټ بورډ پریکړه کړې چې یو وار بیا د هغه لوبغاړو چې له ملي لوبډلې لیرې دي، تکړښت، مهارت او جوړښت وازمایي.

په دې اړه د ځینو پخوانیو لوبغاړو په ګډون د ملي لوبډلې ۱۹ کسیزه لوبډله متحده عربي اماراتو ته د لس ورځني تمریناتو په موخه واستول شوه.

د افغانستان کرېکټ بورډ د روزونکي لانس کلوزنر په  مشري د لس ورځني تمریناتي کیمپ په موخه ۱۹ کسیزه لوبډله عربي اماراتو ته د تمریناتو په موخه واستوله.

په دغه کیمپ کې به د لوبغاړو د مهارت لوړولو، تکړښت او فزیکي جوړښت ته پام کیږي.

دغه کیمپ به د جنوري میاشتې په ۱۳مه نېټه پېل او تر ۲۴مې نیټې به دوام وکړي، لوبغاړي به د جنوري په ۲۵مه بیرته هېواد ته راستنیږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ څخه په خپاره شوي عکس کې شاپور ځدران، میرویس اشرف او سمیع الله شینواري هم لیدل کیږي، دغه لوبغاړي له تیرې اوږدې مودې راهیسې له لوبډلې لیرې دي.

په ځوان لوبغاړو کې نجات مسعود، عظمت الله او درویش رسولي شامل دي، رحمان الله ګربز په بنګلدیش غوره لیګ او ابراهیم ځدان د ۱۹ کلنو نړیوال جام کې ګډون لپاره تللي دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ تيره میاشت د راشد خان پر ځای یو وار بیا اصغر افغان د ملي لوبډلې مشر وټاکه.

هغه مهال اصغر افغان ویلي وو چې غواړم یو وار بیا لوبډله کې پخواني او تجربه لرونکي لوبغاړي شامل کړم، خو د نوموړي دغه خبرې کرېکټ پوهانو د افغانستان راتلونکي لپاره ناسمې وبللې.

دوی ویلي وو چې افغان لوبډله باید په ځوان لوبغاړو باور وکړي او دوی ته زیات نه زیات فرصت ورکړي، که چیرې ددوی ځای پخواني لوبغاړي نیسي استعداد به یې ضایع شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د