ارګ: د تشدد کمول بسنه نه کوي، عملي اوربند باید وشي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د کابل حکومت وايي، د تشدد کمول دقیقه نظامي او حقوقي معنا نلري او باید د دوه کاله وړاندې اختر په څېر اوربند وشي.

دارګ ویاند «صدیق صدیقي» په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي « د سولې د ټینګښت لپاره د افغان حکومت په طرح کې د اوربند تامین شرط دی، د تشدد کمول دقیقه نظامي او حقوقي معنا او عملي جنبه نلري، له اوربند څخه هدف دوه کاله وړاندې په اختر کې د شوي اوربند په څېر جګړه درول دي، چې یو واضح تعریف یې درلود».

صديقي زیاتوي، « اوربند زموږ لپاره د سولې د تامین او د جنګ او جګړې د هر ډول الاتو د ختمولو په معنی دی، اړتیا لیدل کېږي، چې وړاندې شوې طرحه وضاحت ولري».

ارګ داسې مهال د تشدد د کمولو په ځای په اوربند ټینګار کوي، چې د ځینو سرچینو په خبره، امریکایي لوري څه موده وړاندې طالبانو ته د لس ورځني هر اړخیز اوربند وړاندیز کړی وو.

طالبانو څه موده وړاندې د یوې رسمي اعلامیې له لاري «اوربند» رد کړ؛ خو یاده یې کړه، چې مشران یې د تشدد په کمولو مشورې کوي.

خو لا هم څرګنده نه ده، چې طالب رهبري د تشدد په کمولو سلا شوې یا نه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

طالب مجاهدین یی د ملی خاینینو به نوم او حیثیت پیژنی د حالاتو د کنترول وروسته یی به د محاکمو انتظار باسی ، خبری یی د هغوی سره چه هیواد یی اشغال کړی او غلامه اداره یی نصب کړی حریان لری امریکا له طالبانو غوشتی که د ځو ورځو د باره جنګ کم کړی اوربند هم نه دی طالبانو ورسره د جنګ به کمولو هم په دی راضی نه دی چه که د سولی توافقات لاسلیک کړی هر څخه ممکن دی د روغی جوړی خبری هم د دی د پاره دی چه اوربند وشی او اشغلګر زمونږ هیواد په خوښه… نور لوستل »

اجمل
میلمه
اجمل

مجاهد ته: ګوړه ګوړه یاده وه خوله بدی شرینه وی. ستاسو جوړ جاړی له کفارو سره به د یوه بل جنګ باعث شی چی هغه وخت به پخیر سره ټول تریشل شی او نوم به مو په نړی کی بیا څوک نه اخلی. دا تش په نامه سوله خو په کران که وګوري. لعنت دی پر امریکایانو شی چی تاسو سره خبری کوی هغوی چی د ایران مشران تر بمبارد لاندی راوړی شی نو ولی تاسو مشران نه بمبارده وی. اصلی غلامان خو تاسی یاستی. دوم ## دی پر تاسو دواړو باندی شی چی ملت مو تباه کړه ندی د… نور لوستل »

کندهاری
میلمه
کندهاری

تاسي څوک ياست چي دا خبري کوئ ؟ که تاسي ځانونه حکومت بولئ نو حکومت داسي وي لکه ستاسي؟ آيا داسي يو عيب سته چي ستاسي په حکومت کي دي نه وي؟ اصلاً خو حکومت د طالبانو دی، امريکايانو په تېري او تجاوز ځني لاندي کړ او تاسي يې د خپلو ايجنټانو په حيث پر کښېنولاست. که په انتخاباتو وي، په انتخاباتو کي خو د افغانستان خلکو رايه نه ده درکړې. له ۳۵ ميليونو نفوسو څخه چي تر يو ميليون لږو کسانو چاته رايه ورکړې وي او هغه هم زيات شمېر تقلبي وي، او نتايج يې داسي ځنډني او خندني… نور لوستل »

اجمل
میلمه
اجمل

څه شوه سوله مو؟ ویل کیږی چی کافران تاسو سره سولی ته هم آماده ندی. اوس نور ورته ټینګ شی. کچیری دا د قطر دفتر درباندی وتړی بیا مو د دنیا په کوم کنج ځای شته، فکر نکوم. بس د پنجابیانو د سر دعا کوی کنه نو ممکن لدی ورسته مو څوک په جومات کی هم پرینژدی.