ورزش

بنګلدیش پاکستان کې له ټیسټ لوبو کولو انکار وکړ

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۲۲ مرغومي، ۱۳۹۸ل):د بنګلدیش کرېکټ بورډ له مشورو او غوښتنو وروسته پریکړه وکړه چې په پاکستان کې د ټيسټ سیالیو سیریز نه ترسره کوي.

پاکستان کرېکټ بورډ له پخوا ویلي وو چې خپل کوربه سیالۍ به نور هیڅکله له هېواده بهر ترسره نه کړي، په دې لړ کې یې له بنګلدیش کرېکټ بورډ څخه غوښتي وو تر څو د ټيسټ سیالیو لپاره لوبغاړي پاکستان ته په تلو اماده کړي.

د بنګلديش کرېکټ بورډ هغه مهال ويلي وو چې د ټيسټ سياليو لپاره لوبډله پاکستان ته نشي ليږلی، خو د شل اوريزو سياليو سيريز لپاره سلا مشورې کوي.

نن د يکشنبې په ورځ د بنګلديش کرېکټ بورډ له ناستې وروسته د کرېکټ بورډ مشر نظم الحسن رسنيو ته وويل چې حکومت د ټيسټ سياليو لپاره پاکستان ته له تلو منع کړل، لامل يې د ايران او امريکا روانې ستونزې وښودلې.

د بنګلديش کرېکټ بورډ مشر زياته کړه چې د بنګلديش حکومت لوبډلې ته د شل اوريزو سياليو لپاره د پاکستان سفر اجازه ورکوي، خو د ټيسټ لپاره دې پر بل هېواد غور وشي.

نظم الحسن زياتوي، «دوی (پاکستان) بايد خوشاله شي چې مونږ په دغه هېواد کې د شل اوريزو سياليو لپاره اماده يو».

تر دې دمه د پاکستان کرېکټ بورډ د يادې پريکړې په اړه څه نه دي ويلي.

که څه هم د بنګلدیش کریکټ بورډ له لومړي سره پاکستان کې ټيسټ سياليو ته اماده نه و، خو له ننۍ ناستې وروسته يې د امريکا او ايران ترمنځ روانې ستونزې د نه تګ لامل وښودلې.

ټاکل شوې ده چې بنګلديش لوبډله به د پاکستان په کوربه توب دوه ټيسټ او ۳ شل اوريزې سيالۍ ترسره کړي.

که څه هم پاکستان د خپل کوربه توب سيالۍ هېواد کې دننه د ترسره کولو پريکړه کړې، خو د بنګلديش په ياده پريکړه به له سره غور کوي او يا به هم بل ځای ټاکي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close