ټکنالوژي

د نوي ارزانه ایفون افشا شوي عکسونه او ویدیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د ایپل مشهور شرکت په پام کې لري چې په راتلونکو دوه میاشتو کې مینوالو ته ارزانه او په ځانګړتیاو سمبال نوی ایفون ځيرک مبایل وړاندې کړي.

د جنوري میاشتې په ۷مه نېټه د امریکا په لاس ویګاس ښار کې د یوه الیکتروني آلاتو نندارتون پرمهال د ایپل شرکت اعلان وکړ چې مینوالو ته به ډیر ژر د کمې بیې ځانګړی ایفون مبایل وړاندې کړي.

د ځینو افشاو شویو معلوماتو له مخې ویل کیږي چې یاد مبایل به ۴.۷ انچه ډیسپلی ولري، او اټکل کیږي چې دې مبایل ته به ایفون ۹ او یا ایفون SE 2 نوم ورکړل شي.

2020 iPhone SE 2 4.7 LCD display

د یادو معلوماتو له مخې یاد مبایل به د ۲۰۱۹م کال کې د ایفون ۱۱ ته ورته نه وي، بلکې ددې ډیسپلی به د ایفون ۸ ته ورته وي چې ۴.۷ انچه ډیسپلی یې درلوده، دغه راز به د ۲۰۱۷م کال ایفون څخه نری او کم وزنه وي.

iPhone-SE2-iPhone-9-010

سربېره پر دې نوی ارزانه ایفون به د A 13 بایونیک غوره پراسیسر ولري کوم چې په ایفون ۱۱ کې ځای پر ځای شوی دی، دغه راز به په ګڼ شمېر نورو څيزونو کې هم ورته والی ولري.

د افشا شوې عکسونو او ویدیو څخه څرګندیږي چې د مبایل شاته یوه کامره ورکول شوې، خو د سیلفي کامرې په اړه یې کره معلومات نه دي څرګند شوي.

ددې سربېره به د ۶۴ او ۱۲۸ جي بي بېلا بېلې نسخې ولري، چې بیه به یې شاوخوا ۴۰۰ امریکایي ډالره وي.

اټکل کیږي چې دغه مبایل به د روان کال په مارچ میاشت کې د ایپل شرکت لخوا وړاندې شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close