افغانستان

ټاکنې؛ د نږدې درې زره ټاکنیزو محلونو رایې بیا ځلې شمېرنې ته اړتیا لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳ مرغومي، ۱۳۹۸ل): دټاکنیزو شکایتونود کمېسیون چارواکي وايي، د ۲۹۲۸ ټاکنیزو محلونو رایې بیاځلې شمېرلو ته اړتیا لري.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون ویاند «قاسم الیاسي» وايي، د ټاکنو کمېسیون ورته ویلي، چې دوی د هوا د خرابولي، نه امنیت او د کارکوونکو د کمبود له امله نشي کولای ټولو ولایتونو ته په یو وخت کې لاسرسی ولري او اړ دي، د یوه، یوه ولایت ټاکنیز محلونه تر غور لاندې ونیسي او هلته ولاړ شي، طبیعي ده چې وخت اخستونکې پروسه ده.»

د الیاسي په خبره، په ننګرهار کې ۱۵۸۰، کونړ کې ۲۴۸، پکتیا کې ۳۶۸، نیمروز کې ۱۷۷ او هلمند ولایت کې ۱۵۰ ټاکنیزمحلونه د رایې بیا شمېرلو ته په نښه شوي.

په ورته وخت کې د اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکي ډلې مسئولین وايي، بیا شمېرنه غیر قانوني ده او دوی یې په اړه په ځینو ولایتونو کې د استناف غوښتنه کړې.

د ټاکنو کمېسیون له لوري د لومړیو پرېکړو تر اعلان وروسته د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته نږدې ۱۶ زره شکایتونه رسېدلي، چې تر ټولو ډېره برخه یې اجرائیه رییس عبدالله عبدالله او ورپسې د حزب اسلامي مشر «ګلبدین حکمتیار» کړي وو.

د کمېسیون د مسئولینو په خبره، زیاته برخه شکایتونه جدي دي او په پایلو کې بدلون راوستلای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x