افغانستان

ناټو: روان کال د سولې رښتينو پايلو ته په تمه يوو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳ مرغومي، ۱۳۹۸ل): په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نيوکولاس کې ويلي، دوی هيله‌من دي، چې ۲۰۲۰ کال کې به د افغانستان جګړې د پای ته رسولو او سولې راتلو لپاره ښه زيری ولري.

نيکولاس کې تېره ورځ ناوخته پر خپلې ټويټر پاڼه په خپره کړې ويډيو کې د ټويټر کاروونکو د پوښتنو په ځواب کې ويلي، دی د افغانستان سولې لپاره سيمه ييزه اجماع رامنځته شوې، د سولې په خبرو کې پرمختګونه شوي، طالبان د جګړې له لارې بریا نشي ترلاسه کولی او ۲۰۲۰ کال کې به د سولې رښتينې پايلې وګورو.

نوموړي زياته کړې، چې ناټو د امريکا او طالبانو ترمنځ د روانو خبرو ملاتړ کوي او د سولې خبرو رښتينې پايلې لپاره يې بین الافغاني مذاکرات اړين بللي دي.

د ناټو ملکي استازي ويلي، د سولې لپاره د تاوتريخوالي کمول ګټور دي او دې سره به د افغانانو ژوند وژغورل شي.

نيکولاس کې دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو يوه کلن مزل کې لس پړاوه مذاکرات شوي او دواړه لوري وايي، دا خبرې نهايي شوي دي.

د افغانستان سولې لپاره د امريکا خاص استازي زلمي خلیلزاد ويلي، له طالبانو سره يې خبرې نهايي شوي، خو د سولې تړون د لاسليک لپاره د تشدد کمول يې اړين بللي دي.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند هم ويلي، له امريکا سره يې خبرې بشپړې شوي او هيله يې څرګنده کړې، چې په لنډ وخت کې به د سولې تړون د لاسليک نېټه څرګنده شي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، له امريکا سره د سولې له تړون مخکې د تشدد په کمولو په خپلمنځي سلامشورو بوخت دي، خو تر اوسه دا نه ده روښانه چې طالبانو په دې اړه څه پرېکړه کړې که نه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x