افغانستان

واورې او اورښتونه: طالبانو په خپلو جنګیالیو باندې له ولس سره د مرستې غږ کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳ مرغومي، ۱۳۹۸ل): طالبان وایي،  د واورو او اورښتونو له امله هیوادوالو ته له ورپېښو ستونزو او مشکلاتو ځان باخبره ساتي او په خیریه مؤسسو او خپلو «مجاهدینو» غږ کوي، چې تر وسه دې له اړمنو کسانو سره مرسته وکړي.

دغه څرګندونې د طالبانو د «د مؤسسو او شرکتونو د کنټرول او تنظیم کمېسیون» کړې، د یاد کمېسیون له لوري خپره شوې خبرپاڼه کاږي « د مؤسسو او شرکتونو د کنټرول او تنظیم کمېسیون له روان وضعیته ځان با خبره ساتي، پر مرستندویه مؤسسو، خیریه ټولنو او اهل خیر اشخاصو باندې ږغ کوي چې په پوره همغږۍ سره هغو سیمو ته مرستې ورسوي چې ورښتونو زیانمنې کړې دي او خلک یې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.»

خبرپاڼه وړاندې لیکي « د لارو په خلاصولو کې دې له لازمو امکاناتو څخه کار واخیستل شي چې د همدغه لوی ناورین مخه و نیول شي.همدا ډول د مؤسساتو کمیسیون د اسلامي امارت په مجاهدینو هم ږغ کوي چې په خپلو سیمو کې له اړمنو خلکو سره د خپلو امکاناتو په تناسب مرسته وکړي او عام خلک هم د یوبل مرستې ته تشویق کړي.»

طالبانو ددې تر څنګ مرستندویه مؤسسو ته له دوی سره د رابطې شمېرې اعلان کړې او هغوی ته يې ډاډ ورکړی، چې تر خپل واک لاندې ساحه کې به د خدمت کولو بشپړه زمینه ورته برابروي.

یاده دې وي، چې د طالبانو مسئولینو په بیا، بیا په خپلو اتباعو غږ کړی؛ څو په خیریه او ولسي کارونو کې بشپړه ونډه واخلي او تر خپله وسه د ولس د ستونزو حل ته اوږه ورکړي.

طالبان داسې مهال په خپلو جنګیالیو د مرستې غږ کوي، چې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې واورو او اورښتونو ۱۸ تنه وژلي او ګڼ نور ټپیان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

تیر له مرستو یی، زمونږ منځ کیدی انتحار نکوی، زمونږ تنکی ځوانان دی دجنګ لیکو ته نه استوی د جهاد په نوم یی زمونږه ملک او خلک تباه کړم.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x