پکتيا: د ګرديز له زندانه يو شمېر طالب بنديان تښتېدلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د پکتيا ولايت د مرکز ګرديز له زندان څخه يو شمېر طالب زندانيان په تېښته بريالي شوي دي.

طلوع نيوز د پکتيا ولايت د سرچينو په حواله ويلي، د ګرديز له زندانه ۲۳ طالب بنديان تښتېدلي، چې د حکومت پر خلاف د جګړې په جرم بنديان وو.

د پکتيا ولايت امنيتي سرچينو هم منلې، چې يو شمېر زندانيان د ګرديز له محبسه تښتېدلي دي، خو د تښتېدلو بنديانو شمېر يې اووه تنه ياد کړی دی.

د ګرديز ولايت د محبس رئيس اجمل يوسفزي ازادي راډيو ته وويل، د دوی د معلوماتو له مخې اووه تنه بنديان له محبسه تښتېدلي او په دې اړه يې پلټنې پيل کړي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي، خو طالبانو ته يوې نږدې سرچينې نن ټکی اسيا ته ويلي، د ګرديز له زندانه اووه بنديان تښتېدلي، چې پنځه يې د پکتيا او دوه نور يې د خوست ولايت دي.

تر اوسه دا نه ده روښانه، چې دا بنديان په کومه طريقه تښتېدلي.

دا لومړی ځل نه دی، چې د طالبانو بنديان د حکومت له محبسونو تښتي، بلکې تر دې وړاندې هم طالبانو په کندهار، غزني او يو شمېر نورو سيمو کې دولتي زندانونه مات کړي او خپل بنديان يې ترې خوشې کړي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

الحمد لله ! رښتينی مجاهد او ملي مبارز طالب واقعاً هم بت شکن دی، هم کفر شکن، هم زندان ماتی او هم د پردو د غلامۍ او قيد وبند ضد دی، ځکه نو د بري ناوې هرومرو په غېږ کي نيسي.
موږ خو د پردو له هر ډول ښکېلاکي او زنداني اسارته د ټولو درنو افغانانو د هر څه ژر ازادېدو لپاره په بېړه، تلوسه او تپاک شېبې شمېرو .

مات دي وي په ټوله نړۍ کي ټول ښکېلاکي زندانونه !