افغانستان

طالبان: تر څو چې لارې د تګ راتګ لپاره چمتو شوې نه وي، ټرانسپورټي شرکتونه د ټکټ ورکولو حق نه لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳ مرغومي، ۱۳۹۸ل):وروسته له هغه، چې په هیواد کې له درنو وارو او اورښتونو سره جوخت، چې په ځینو ساحو کې د لویو لارو د بندیدو خبرونه ورکړل شول؛ طالبانو ټولو ټرانسپورټي شرکتونو ته امر کړی، چې تګ راتګ ته د لارې د بشپړ چمتو کېدو تر مهاله دې له سفر کولو ډډه وکړي.

د طالبانو د ملکي تلفاتو د مخنیوي د کمېسیون له لوري په همدې تړاو خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي «داچې د هیواد د جنوب، شمال، مرکزي او ختيځ په ګڼو ولایتونو کې روانو ورښتونو ځاني او مالي ګڼ تاوانونه اړولي او ترافیکي او مواصلاتي لارې د واورو او سیلابونو له کبله زیانمنې شوی دي؛ د سمع شکایاتو او ملکي تلفاتو د مخنيوي کمېسیون روان وضعیت ته په کتو د هېواد ټولو ټرانسپورټي نمايندګیو ته خبر ورکوي چې تر څو د ترافیکي لارو د تګ راتګ لپاره د چمتو کېدو پوره ډاډ ترلاسه نه کړي یوه نمایندګۍ هم مسافرو ته د سفر د ټکټ ورکولو اجازه نه لري.»

د طالبانو له قوله، که کوم شرکت له دې امر سرغړونه وکړه شرعي چلند به ورسره وکړي.

دوی ددې تر څنګ په خپلو «مجاهدینو» غږ کړی، څو له مسافرو سره خوندي ځای ته په رسېدلو کې مرسته وکړي.

یاده دې وي، چې په هیواد کې درنو واورو او اورښتونو ګڼ کسان وژلي، مالي زیان يې اړولی او له امله یې لویې لارې لا هم د سفر لپاره خوندي نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x