د امريکا د ملي امنيت سلاکار: ښايي سږ کال له طالبانو سره د سولې تړون لاسليک شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د امريکا د ملي امنيت سلاکار رابرټ اوبراين ويلي، ښايي روان کال کې له طالبانو سره د سولې تړون لاسليک او د ځواکونو د کمولو پلان عملي شي.

رابرټ اوبراين امريکايي رسنيو ته ويلي، که د سولې تړون لاسليک هم نه شي، ولسمشر ډونلډ ټرمپ به له افغانستانه د امريکايي پوځيانو د کمولو ژمنه پوره کړي.

د اوبراين په وينا افغان ځواکونه اوس غښتلي شوي او امريکا باید د يوې ښې موافقې په پای کې له افغانستانه خپل عسکر راکم کړي.

د ملي امنيت سلاکار زياته کړې، چې دوی اوس مهال له طالبانو سره د سولې په خبرو بوخت دي او هڅه کوي، چې د سولې تړون له لاسليکېدو مخکې تاوتريخوالی راکم شي، خو د سولې نهايي پرېکړه بيا د افغانانو خپلمنځي کار دی.

له اوبراين مخکې په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نيکولاس کې هم تېره ورځ په خپل ټويټر پيغام کې ويلي و، چې ۲۰۲۰ کال کې د افغانستان سولې زيري ته په تمه دي او ورسره به روانه جګړه هم نهايي شي.

د ملي امنيت سلاکار او ناټو استازي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو يوه کلن مزل کې لس پړاوه مذاکرات شوي او دواړه لوري وايي، دا خبرې نهايي شوي دي.

د افغانستان سولې لپاره د امريکا خاص استازي زلمي خلیلزاد ويلي، له طالبانو سره يې خبرې نهايي شوي، خو د سولې تړون د لاسليک لپاره يې د تشدد کمول اړين بللي دي.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين هم ويلي، له امريکا سره يې خبرې بشپړې شوي او هيله يې څرګنده کړې، چې په لنډ وخت کې به د سولې تړون د لاسليک نېټه څرګنده شي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، له امريکا سره د سولې له تړون مخکې د تشدد په کمولو په خپلمنځي سلامشورو بوخت دي، خو تر اوسه دا نه ده روښانه چې طالبانو په دې اړه څه پرېکړه کړې که نه.

خو ګډ حکومت ټينګار کوي، چې يوازې د تشدد  کمول ګټه نه کوي، بلکې طالبان باید د سولې له تړون مخکې بشپړ اوربند ته غاړه کيږدي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

له انسانی نړۍ قانون او انسانیت کډه کړه ځای یی دجال او ځنګل نیولی یعنی انسانی ټولنه په حیوانی ټولنه بدله شوی یعنی زر، زور او زیور د منطق او قانون ځای نیولی. د زر، زور او تزویر خاوندان [ لیوان ]د مظلوم بشریت [نورو حیواناتو ] وژل او خورل خپل مسلم حق ګڼی او سرغړونکی یی دهشتګری او تروریستان دی هر وخت، هر څای او هر څوک چه وی . اشغالګرو د افغانستان د اشغال د پاره په څو ورځو کی د یو نیم لک فوځ او تر نن څو ځله زیات ساز او سامان سره راغلل لویه لاسته… نور لوستل »

اجمل
میلمه
اجمل

یاره څومره ساده خلک یو په کران. کلونه راهیسی پاکستان زمونږه ملک خراب کړی او هر وخت چی کوم مترقی خوزښت رامنځ ته شوی بیایی د ملایی لنګ په نوم یا د امیرالمومنین په نوم مونږه ته یو ملا رالیږلی. تر هغو چی د پنجاب په خوښه حکومت رانشی په ولاکه سوله ووینی. سوله موله نشته خوسی وخت مه ضایع کوی. د قطر ملایان د ولاړ شی چیری د ځان په کوم جومات کی ملایی ونیسی د هغوی په حکومتداری څه. سوله مړه ده پدی وطن کی. نور دا خبری ډیری د نفرت وړ ګرځیدلی ځکه چی د طالبان له… نور لوستل »