نظــر

دجالي تمدن

اسدالله رزين

د شلمې پیړۍ غربي یا د جالي تمدن لکه څرنګه چې فکرکیږي یو نوی پیدا او نا ببره منخ ته راغلی تمدن نه دی. چې د عمر به یی څو سوه کاله وتلي وي. بلکې د یاد تمدن عمر څو زرو کلو ته رسیږي. ځکه چې له یوناني تمدن سره نسبي تړاو لري. او د یوناني تمدن ټولې ځانګړنې دجالي تمدن ته له یوه نسله بل ته ور لیږدیدلې دي، نو له همدي کبله په کار ده چې لومړی یوناني یا پلار تمدن و پیژنو او بیا یی په تړاو د نن غربي یا دجالي تمدن ته د پیژندلو لپاره مخ ور واړوو، خو د دې لپاره چې سهنې ته ګواښ نه وې پیښ سوی، نو بیا یوناني تمدن ته مادې تمدن ویل سمه خبره ده. ځکه چې د یونانیانو علم ، فلسفه، شاعري او حتی دین هم د همدغه حقیقت څرګندونه کوي. هغوی د الله تعلی(ج) صفتونه او د قدرت تصور د هغه (ج) له مجسم کیدو پرته نه سوای کولای. او هرشی به ور ته خدای ښکاریده. ځکه چې د دوی باور په حس، مشاهده او تجربه ولاړ وو. او وروسته یی بیا د حلول ړوند اندي د کوم مشهورنارینه یا ښځینه په بڼه کې منله.

غربي پوهان اوس هم د یوناني تمدن له واک والي نه دي منکر. د یورپ شته دین هغه چې ددوی په زړونو واک چلوي عیسائیت نه بلکې ماده پرستي ده چې غربي ژوند یی ګام په ګام تقلید او تصدیق کوي.

په غرب کې عام او د منخنۍ کچې انسان که هغه هر(ازم) ته منسوب وي ټول یوازي یو دین پیژني چې هغه د مادې پرمختګ ، پرستش او دا باور مندې ده چې د ژوند موخه له مادې پرته بل شی نه سې کیدای. په شرق کې چې کله د روحانیت او الله پیژندني جذبه مسته شي، نو بی اختیاده وایی : (لاموجود الاالله). او په غربي مفکرینو چې کله د مادې غلبه برلاسې سي. چې برلاسې وي، نو بیا ټول حقیقتونه نفې کوي او وایی: (لا موجود الا البطن والمعده).

لنده دا هغه څه چې انسانیت یی تهدیدا وو او فطرت یی بدلاوو منخ ته راغلل. غربي انسان یی په بشپړ ډول سره د مړې او بی واکه مادې په بندګي کې و دراوو.په نقطه نظرونوو ذهنیتونو، اخلاقو، اجتماع، علم، ادب، حکومت او سیاست یی چاپه ووهله. ماده او ماده پرستي د واک په ګدۍ کشینستله.کڅه هم چې یاده واک والي ورو، ورو، تدریجي یا پالي پالي را منخ ته سوه، خو ځواک او هوډ یی غربي انسان د ماده پرستي په چرمینو وتاړه. پوهانو، فیلسوفانو، او د طبعي علومو ماهرینو ټولو یوځای د کائنانو په باره کې د بحث او غور ډګرونه داارنګه ګرم کړل چې کائنات نه کوم خالق لري ، نه اوډ ونکی او نه هم حاکم. له طبیعت او مادې پرته بل داسي ځواک نسته چې په دی ویړ او لوی جهان کې تصرف وکړي او نظم پری وچلوي. دوی د دې لوطبعي نړۍ د ظواهرو او آثارو توضیح او تشریح په ماشیني ډول سره وکړه، خو نوم یی علمي او څیړنیز ورکړ. او هر هغه بحث او نظر چې بنسټ به یی د خدای وجود او په هغه(ج) باور وو غیر علمي و نوماوو. او پوري خندل به یی. دغه پاته سفر په تلو تلو کې له حرکت او مادې پرته له هرڅه انکار وکړ.

او د هرهغه څیز له منلو یی معذورت وغوښت چې نه به په حواسو کې را ته نه به د تجربې وړتیا پکې وه، د شمیر او اندازه کولو به هم نه وو. چې طبعي او منطقي پایله یی د خدای وجود او ټول ما بعد الطبعي حقیقتونه دارنګه فرضئ و منلې سوې چې عقل او علم یی له تائیده عاجزدي. دوی تر اوږدې مود ې پوري له خدایه انکار نه کاوو. له دین سره یی هم په ښکاره جګړه نه وه اعلان کړي، خو د فکر ، بحث او نظر حالت یی دارنګه غوره کړی وو چې: له هغه دین سره چې ټوله ودانۍ یی په ایمان باالغیب، وحی او نبوت ولاړه وي نه سوای اوسیدلای.

دین لا یو مخ تورو وریځو نه وو لاندي کړی. له دی کبله چې اجتماعي مصلحتونه لا اړ وو. او غوښتل یی چې هسي د نامه دین باید وي. ترڅو د خلکو تر منځ اړیکې و نه شلیږي، خو د دجالي تمدن رفتار دومره تیز وو چې دغومره دین یی مخه نه سوا ی ډب کولای. څه موده وروسته یی بیا د نامه او اجباري دین ته هم ځواب ور کړ. او د دین تر نامه لاندي قید یی بیخې ایسته کړ. او په ډاګه یی لادیني یا سیکولریزم او دجالي تمدن اعلان کړ. او ور سره جوخت د غربي نړۍ په هر لوري کې لوړ پوړي مصنفین، ادیبان، ښوونکي، ټولن پوهان او سیاست وال را ووتل او د دجالي تمدن نغاره یی و دربوله، د غربي انسان احساسات یی په کابو کې را وستل. او په زړه او دماغ کې یی د دجالي تمدن کرونده ور و کرله. او پریکړه یی وکړه چې دین نور که وي هم فردي حیثیت به لري. په سیاست کې به نه ځای لري، نه غرض او د دنیا په ټولو چارو کې به د لاس وهلو خیال هم له ککرۍ باسي. د دین خلک او اخلاقي ارزښتونو ته په دره ناوي کې کسان په حکومت کې نه د شتون اجازه لري، نه حق، نه وړتیا او نه ګته ور رسولای سي. ځکه چې دوی د دیني احکامو منونکي او ور ته متعهد دي. او د حکومتي ضرورتونو په وخت کې اخلاقي اصول تر پښو نه لاندي کوي.

حکومتونو ته په کار ده چې ګیدړ صفته ، مکار او بی حیا و اوسي. د حکومتي ګتو او سیاسي مصلحتونو په وړاندي به د وعدې ماتولو، دروغ ویلو، دجل، خیانت او نفاق اچوني پوره جرئت او سپین سترګې کولای سي.
قلموالو او هوښیارانو یی پخپلو لیکنو او هڅه ونکو بیانونو کې غربي انسان د اخلاقو او تیر نظم په وړاندي بغاوت ته را وباله. ګناه یی ورته صواب ، ښایسته او له مزو ډکه و بریښوله، طبیعتونه یی له هر قید او بنده آزاد او وګړي یی له هرې ذمه وارې برې او د مطلقې ازادې مالکان وبلل. د هوا او هوس اوفحش غوښتنو په وړاندي تول دیوالونه ړنګ او پردې څیرې اعلان سوې. خوند اخستنه حق او غربي انسان جارګې ته و سړل سو. او له هغه خایه یی د تمدن غږ وکړ. غربي یا دجالي تمدن له اخلاقو خالي او بی برخې تمدن دی. د شلمي او یویشتمي پیړۍ غربي ژوند خپل ځان کټ مت د روم او یونان د البم په بڼه کې ثابت کړ. دا دغربي طبیعت او حکمت پوهانو د نظریو او څیړنو زبیښ وو چې په غرب کې ومنل او د دین خای ناستی سو. او یا ددوی په ژوندانه کې د هوسونو، لذت طلبیو او نورو ډول ډول بی بندو باریو هغه ټکې په ټکې انځور او کیفیت ښکاره سو کوم چې حکیم سقراط د خپل مهال جمهوریت پلوه زلمو ته ور ښودلی او بیان کړی وو.

که موږ وغواړو چې په (۲۱) پیړۍ کې د جالي تمدن په دجالي بڼه کې ووینو بیا نو غربي کوڅو ته د سر ور ایسته کولو اړتیا نسته. له دی کبله چې هغوی اوس دجالي تمدن د خپلو تالۍ څټو او په زور کینولو واکدارانو په واسطه زموږ د نړۍ په هر ګوټ او حتی د حرمینو په ګاونډ کې را ویني، نو له همدی کبله ښه ده چې په لنډو ټکو کې د بیلګې به ډول خپل اشغال سوي افغانستان، ګرانې مکې مکرمې او ګرانې مدینې منورې ته په ګاونډ کې ریاض ته ور تیر سو.

د نیم ارګ واک والو د دیني او اخلاقي ارزښتونو د سپکاوي په بدل کې د شیطان شا باسی تر لاسه کړ. د ګناه د دودیدو او صواب بللو آواز یی د بی شمیره او فاسدو رسنیو په جل او بل کې ښارونو، کلو، بانډو او کیږدیو ته ور ورساوو. د زنا رټلی او مکروه عمل یی د ښخو دحقوقو او ښځینه شورا ګانو ترسرلیک لاندي ټولیزیا عام کړ ، د حیا پردې یی وشلولئ. دارګ، ولسي جرګې او لوبغالو د تزئین او د جالي کیدو لپاره یی استعمال کړ. د هم جنس بازي یا لواطت د منفور عمل د تشهیر لپاره یی د ارګ او ښوونخي تر نامه لاندي ټولې رسنۍ و کارولئ. د ټیټ پرواز، بد آواز، وحشي او وحشت ساز شپني عملیات یی په دی بی وسه او ستړي ولس په حقه او روا وبلل‎. ړندو بمباریو یی چې د پروګرام له مخې هره شپه او روځ ترسره کیږي زموږ د بی ګناه ولس عصاب ټکني کړي ، خو پردی پاله د نیم ارګ اداره یی د خپلو ویاړنو په لړلیک کې ځایه وي. د دروازو ماتولو، غلا تری کولو او د ساړه ژمي سړو ته کینولومشوره او اجازه ورکوي. د افسوس خبره خو لا داده چې دی ظالمانو ته ځپل پلار، مور، خور، ماندینه، لور اوزوی هیڅ ور په یادیږي هم نه. روان هرج ، مرج، چور تالان او دیموکراتیک جبر او تشدد او بد امنیو حتی یو ځلي هم انساني احساس ور ونه پاراوو. بیکاري، ناروغي او نیستي د شریف ولس غاړې ته لاس ور اچولی، خو د دجالي تمدن په چوپړ کې غلامه د نیم ارګ اداره د خپلې بی عزتي بقاء او د دجالي تمدن د دودیدو په چوپړ کې ګیدړ مزاجي خو پریږده ، خرس مزاجي او پخپله خرس توب هم په سر او سترګو مني.

د مبارک اسلام او ستر پیامبر حضر محمد مصطفی(ص) د ځلیدو په مهالي سعودي عربستان کې مهالي واک والو خپل اصیل اسلامي فرهنګ د هیواد دعصری کولو لپاره ناکافي وباله . ددنیا په څو روخې ژوند وغولیدل، د ایمان غوښتنې یی له یاده و ایستي او د جالي تمدن ته یی پنا وروړه. څه یی وکړل ، څه کیږي او څه لا د نوبت لارې ګوري، خو دجالي تمدن ته ډالۍ او د عملي اقدام مظاهره یی د مسلمانو پوهانو د زندان تورو او تنګو ښمڅو ته په ور پوري وهلو پیل کړه او تدریجي مرګ ته یی ور وسپارل.

بی اعلانه د واک په ګدۍ ناست دسلمان ولیعهد زوی بیا دجالي تمدن ته په سر ټیټونه او ګانډو کیدنه کې د (۲۰۲۰)م کال د لومړۍ روځې لومړۍ لس دقیقې چې د حرمینو د شتون له برکته به په تلاوتونو،درودونو، ذکرونو، انوارو پیل کیده او معطره کیده. په سازآوز، نڅا، اور لوبو اود حرمینوله شانه سره په تکر کې نورو بی ادبیو پیل کړه.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close