
اسدالله خالد: افغانان دې په قطر کې د طالبانو او امریکا د مذاکراتو په اړه اندېښنه نه کوي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د دفاع وزارت سرپرست «اسدالله خالد» وايي، افغان ځواکونه په اتلس کلنو لاسته راوړنو باندې معاملې ته تیار نه دي او نه پرېږدي دا لاسته راوړنې د سولې د خبرو قرباني شي.
خالد، چې په کابل کې یې د کمانډو مکتب د فارغینو په مناسبت رابلل شوې ناستې ته خبرې کولې، ویلي « موږ د سولې هر ډول خبرو ته اماده یو؛ خو افغانان دې په قطر کې د طالبانو او امریکا روانو مذاکراتو ته اندېښنه نه کوي، افغان ځواکونه به اجازه ورنکړي، د افغانستان اتلس کلنې کلنې لاسته راوړنې د سولې د خبرو قرباني شي.»
خالد زیاته کړې « امریکایان به ضرور یو وخت له افغانستان څخه وزي؛ خو افغان ځواکونه باید د خپل هیواد د امنیت د ټینګښت لپاره قوي هوډ ولري.»
نوموړي ددې تر څنګ د دولتي عسکرو له لوري په ترسره کېدونکو عملیاتو کې د ملکي تلفاتو په مخنیوي ټینګار کړی او ددې تلفاتو مخنیوی یې د امنیتي بنسټونو دنده بللې.
خالد داسې مهال اتلس کلنې لاسته راوړنې د سولې په پرتله ارزښتمنې بولي، چې له اوږدې مودې راپدېخوا د طالبانو او امریکا مذاکراتي ټیمونه په قطر کې د افغانستان د شخړې د سیاسي حل په موخه خبرې کوي او داسې تمې شته، چې دواړه لوري به د یوه توافق په امضاء کولو سره له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو وتلو او بین الافغاني مذاکراتو ته زمینه برابره کړي.
د مخکنیو معلوماتو له مځی : د اسدالله جان خالد وروسته او مخکی لیار سره یوه شوی وه یعنی اوبه خواړه له یوی بلی نوی لیار ی وتل. امریکایانو ورله په پلاستیکی هغه لیاری دوباره بیلی او سمی کړی مګر کاپی د اصل په شان تل کار نه شی کولای ګوندی کومه ستونزه ونه لری . وایی کومی لور خوب کی لیدلی وو چه یوه پښه یی په لمرخاته او بله یی په لمر پریواته ده، مورته یی د معنی کولو د باره خوب ویلی هغی ورته ویلی بچۍ دومره اوږده خوبونه مه ګوره وبه شړیږی. مونږ هم ایجړا خالد… نور لوستل »
دا یی ستا منطق دا یی ستا ادبیات. زان ته مجاهد هم وایی. په خالد می خوا نه بدیزی زما خپله سخت بد ورخخه رازی دیر عیاش او بی کاره سری دی.