افغانستان

اشرف غني: پولیس دې د جګړې پر ځای د قانون د پلې کولو لپاره وکارول شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» وایي، له اوږدې مودې راپدېخوا پولیس په جګړه کې ښکېل دي؛ خو اوس اړتیا ده، څو هغوی د جګړې له ډګره د قانون د پلي کولو میدان ته راوایستل شي.

اشرف غني، چې په کابل کې یې د جنرال عبدالرازق د پولیسو په اکاډمۍ کې یې د « ۴۵۵» پولیسو د فراغت په مناسبت رابلل شوې ناستې ته خبرې کولې، ویلي « د افغانستان ټول امنیتي ځواک باید په جګړه کې ښکېل نشي، د پولیسو دنده د قانون پلې کول دي او دې دندې ته باید لومړیتوب ورکړل شي، موږ باید خپله اراده په منسجم عملي پروګرام بدله کړو .»

نوموړي زیاته کړې « پولیس باید لومړی فکر وکاروي او د وسلې کارولو ته په اخر کې رجوع وکړي، زموږ وګړي په ښار کې ان د پولیسو له لوري د غلو په ویشتلو راضي نه دي، د اعدام حکم باید یوازې محاکم وکړي.»

غني ددې ترڅنګ ادعا کړې، چې د پولیسو اکاډمۍ بهترې شوې؛ خو په خبره یې، د کورنیو چارو وزیر باید په دې برخه کې پانګونه وکړي.

اشرف غني داسې مهال، د جګړې له ډګر څخه د پولیسو په را ایستلو ټینګار کوي، چې دا مهال په هیواد کې پولیس د «ملي اردو» او نور دولتي ځواک سره يو ځای د طالبانو په وړاندې په جګړه بوخت دي.

له اوږدې مودې راهیسې، دا اندېښنې شته، چې پولیس لا هم مسلکي او قانون ته ژمن نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدزرغون شاه آغا

ایله چی بی مغزو متفکر یو ابتکار وکی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x