افغانستان

ولسي جرګې د صنعت او سوداګرۍ  وزارت بودیجه ځنډولې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳ مرغومي، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه، چې د صنعت او سوداګرۍ وزیر «اجمل احمدي» د ولسي جرګې استجواب ته حاضر نشو؛ د ولسي جرګې غړو د رایو په اکثریت سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت بودیجه ځنډولې.

د ولسي جرګې رییس «میررحمان رحماني» په دې تړاو په نننۍ ناسته کې ویلي « اجمل احمدي په تېرو پنځو میاشتو کې په بیا، بیا مجلس استجواب کړی؛ خو ده له راتګ ډډه کړې.»

د ولسي جرګې غړو ددې تر څنګ ټینګار وکړ، چې نور اجمل احمدي د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست په توګه نه پېژني او نه هم په وزارت کې دده ګمارنو ته  اعتبار ورکوي.

اجمل احمدي چې اشرف غني ته د نږدې کسانو له ډلې شمېرل کيږي، په اړه یې دا هم ویل کېږي، چې نوموړي ټول عمر له هیواده د باندې تېر کړی او د هیواد له رسمي ژبو «پښتو او دري» سره بلدتیا نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x