اجرائیه ریاست: ارګ په بهرنیو چارو وزارت کې قومي تصفیه کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت اجرائیه ریاست وایي، ارګ په بهرنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو تر نامه لاندې په قومي تصفیه اخته دی.

سلام وطندار د اجرائیه ریاست د ویاند «امید میثم» له خولې لیکي « په بهرنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو تر نامه لاندې د غني قومي تصفیه د پوښتنې وړ ده.»

اجرائیه ریاست وروسته له هغه، دا غبرګون ښيي، چې څو ورځې وړاندې «طلوع نیوز» د اسنادو په خپرولو سره څرګنده کړه، چې اشرف غني ته ټول نږدې کسان د هیواد په استازیتوب باندې په بهر کې ګمارل شوي.

ددغو ګمارنو له مخې، سلیمان کاکړ د هند په حیدراباد کې د جنرال کونسل، د ولسمشر سکرتر مختار په کاناډا کې د سفیر مستشار،د هرات پخوانی والي اصف رحیمي په هالنډ کې د سفیر، د کندهار پخوانی والي همایون عزیزي په فرانسه کې د سفیر، د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال مسعود عزیزي په دوبۍ کې د جنرال کونسل، عبدالهادي نجرابي په امریکا کې د افغانستان د سفیرې مرستیال، صفت رحیمي د جرمني په مونشن کې د جنرال کونسل، ظاهر اغبر په تاجکستان کې د افغانستان سفیر، ویس هدایت په کاناډا کې د افغان سفارت مستشار او سهیل هدایت په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د سفیرې مستشار په توګه ګمارل شوي.

بل لور ته د اشرف غني پخوانی حقوقي سلاکار «عبدالعلي محمدي» هم د ارګ دا ګام ناسم بولي او په خبره یې، که وضعیت همداسې روان وي، خلګ به یو ځل بیا د بې عدالتیو په وړاندې ودرېږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

( د اجړایی ریاست مشر ## ! مخکی دوره کی خو دی ## او غلام غنی پوره واک ته پری نښود د افغانانو د وژلو کو فت یی د امریکایانو د پاره ونه ووت (د ترمپ له خوا په ملګرو ملتو کی څه ناڅه متضرر شوی هم وو ) هلته هم په کرسۍ اوشته راوښتلو هیواد ته چه راغی هم یی د عبدالله ایجړا او یا نورو ترجمانانو به شان مزل کولو. ظالبان يه خوښه وی او که به زور په راتلونکو څو اونیو یا میاشتو کی باسی دغه څو میاشتو کی غلام غنی خپلو غلامو کړنو ته په ارامه… نور لوستل »

پتنګ
میلمه
پتنګ

زه دغني پلوي نکوم خو د کرزي په وخت کې ټول خارجي دیپلوماتان هزاره او تا جک وو هغه هم د جنایې لنډغرانو خپل زامن لمسیان ! دا خو په افغانستان کې اوس عادت شوی دی که پښتون مړ شي د ټوله خولې پټي وي او که غیر پښتون وي نو بیا له هرې خوا څخه غال مغال شروع شي !
داعمل عدالت ندی اوس هم که د ټولو دیپلوماتانو لست واخستل شي نو پښتانه پکشې اقلیت راځي !!
مننه

محمدظاهر حلیمی
میلمه
محمدظاهر حلیمی

داخوښه تعلیم لری راشه دی ته چی دربانی زوی داسی ګمارنی کړی وی چی کاغذه به په مورنی ژبه له مخی نشوی لوستلی دبی کی مویوه دوست وکالت خط ترتیبولو کی ویل یی دیووکالت خط متن راولیږه چی دهغی له روی وکالت خط جوړکړو داسی بی وجدان نا اهل خلک نن په بهرنیو هیوادونوکی دافغان مظلوم ولس دپلوماتیک چاری پرمخ وړی