دیني، سیرت او تاریخ

په کوم وخت کې بچی د خپل پلار حق اداء کولی شي؟

محمد نعیم حمزه

عن ابي هریرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: ”لَایَجْزِي وَلَدٌ وَالِدًا اِلِّا اَنْ یَجِدَهُ مَمْلُوْکًا فَيَشْتَرِيَهُ فَيُعْتِقَهُ.“
”رواه مسلم“

حضرت ابو هریره رضي الله عنه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي، بچی دخپل پلار بدله هیڅکله نشي ورکولی، مګر هغه وخت چې کله خپل پلار په داسې حالت کې ومومي چې غلام وي، بیا یې واخلي او له اخیستلو وروسته یې ازاد کړي.

زما داسلام خوږو وروڼو او خویندو! مور او پلار په خپل اولاد بې شمېره حقونه لري، پورتني حدیث کې راغلي چې بچی دخپل پلار حق او بدله هیڅکله نشي اداء کولی، که هر څومره خدمتونه یې وکړي، ځکه ددوی حقوق په اولاد ډېر زیات دی، مګر بچی په یو صورت کې کولی شي چې دخپل پلار څه ناڅه بدله ورکړي (حق یې اداء کړي) خو دا په هغه صورت کې چې خپل پلار یې دبل چا غلام وي، بیا دا بچی خپل پلار واخلي، که په هر څومره قېمت وي او له اخیستلو وروسته یې ازاد کړي، صرف په دې یو صورت کې بچی کولی شي دپلار حق اداء کړي.

نو راځئ ددې دوه سترو نعمتونو شکرانه اداء کړو، الله مه کړه که له چا څخه خپل مور او پلار خواشیني وي، باید راضي یې کړي، پښو کې یې ولوېږي، لاسونه یې ښکل کړي او په ښه توګه یې خدمت ته امادګي ونیسي.

د والدینو په خوشالولو کې جنت دی، نبي علیه السلام هغه کس ته ښېرا کړې چې خپل والدین یو یا دواړه په حالت د بوډاتوب کې ومومي او بیا هم نوموړی خپل جنت ته پرې داخل نه کړي.

او په بل حدیث کې راغلي چې جنت دمیندو تر قدمونو لاندې دی.

الله تعالی دې موږ ته په دغو غوره ویناوو دعمل کولو توفیق رانصیب کړي آمین.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مختار

اسلام علیکم محترم نعیم حمزه صاحب
ستا دا لیکنه ډیره ښه وه خو زه یو سوال لرم هغه دا جه اولاد په پلار هیڅ حق نلری .
زه د پلار اومور ډیر احترام او عزت کوم خو اولاد تاسو په دی لیکنه کی بیخی د انسانیت له چوکاټ نه ویستی ډیر افوس کوم

الحاج استاذ بیانزی

مختار صاحب !
د حمزه صاحب لیکنه خو په یوه حدیث شریف کی خلاصه شوی، هغه هر اړخیزه لیکنه نه دی لیکلی چه ( اولاد په مور او بلار څه حق لری ) او لا دواړه د نورو به مقابل کی څه حق لری. دا هله کیدل چه د هغه د لیکنی عنوان وی [[[ د کورنی بار دننه حقوق ]]] هغه صرف د مور او پلار د حقوقو په اړه کوچنی لیکنه کړی یعنی د مور او پلار حقوق یی هم پوره نه دی لیکلی صرف د ابوهریره رض له خولی یو حدیث شریف او هغه یی هم پوره تشریح کړی نه دی.
هو دا سمه ده چه اولاد هم په مور او پلار حقوق لری او د حقوقو عمده برخه یی دنیاوی او اخروی مناسبه روزنه او حلاله روزی کور کالی او داسی نوری اړتیاوی بوره کول دی او داسی نور

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close