ټولنیزه برخه

علماوو سره دښمني؛ ګټه که تاوان؟

قاري حامد سعادت

زمونږ په ټولنه کې ځينې په اصطلاح هغه ځوانان چې ځانونه روڼ اندي او روشنفکران بولي زيات وخت له علماء کرامو پسې بد رد وايي او همدې عبثياتو ته يې کار ويلی دی، دوی په شعوري او غير شعوري توګه د علماء کرامو په خلاف پوچ تبليغات او بد رد وايي مګر په دې نه پوهيږي چې علماء څوک دي او د هغوی دوستي او دښمني څومره ګټې او زيانونه لري.

د داسې خلکو زياته برخه هغه خلک جوړوي چې له کمونیستي او الحادي افکارو څخه متاثر وي مګر ماغزه يې دومره خالي وي چې د ښو او بدو افکارو او عقايدو توپير او پرتله نشي سره کولی خو محض ددې لپاره چې په ټولنه کې د روڼ اندو، ديموکراتو ځوانانو په توګه مطرح او څرګند شي دا ډول دريځ خپلوي، خو دوی په دې نه پوهيږي چې موږ په کومه روان يو؟

ځينې يې بيا داسې وايي چې يو علماء دي يو ملايان دي چې علماء يې سم او ملايان يې ناسم دي، خو دا خبره هم بايد د عقل او فکر په تله وتلل شي چې عالم د ملا مترادفه کلمه ده او زموږ په چاپيريال کې عالم ته ملاصاحب، مولوي صاحب کلمات استعماليږي، مګر تر اوسه به هيچا داسې نه وي اورېدلي چې يو ديني عالم يا مولوي صاحب دې د عالم صاحب په توګه ياد کړی وي. راځئ موږ له ځان نه څو پوښتنې وکړو او بيا د علماوو په وړاندې د مخالفت او موافقت دريځ ونيسو:

ایا مونږ له عالم څخه په علمیت او پوه کې مخکي یو؟

ایا د اسلام او شريعت په اړه مو هغه څه زده دي چې عالم نه پرې پوهیږي؟

له علماوو څخه مو ډیر د الله تعالی او د هغه د رسول په احکاماتو عمل کړی؟

په تقوا او پرهېزګارۍ کې علماء له مونږ څخه ښکته دي؟

ایا مونږ له علماوو څخه ډیر الله او د هغه رسول ته وفادار یو؟

دا چې له پورتنيو پوښتنو څخه د هيڅ يوې ځواب هو نه وي نو بیا داسې څه دي چې مونږ یې دې ته اړ ايستلي یو تر څو د علماوو مخالفت وکړو؟

که چیرته په حق سترګې پټې نه کړو او حقیقت ته قانع شوؤ نو دې نتیجې به حتماً ورسیږو چې، علماء د ټولنې هغه نیکبخته او مشفق انسانان دي چې د جهالت او بې دينۍ له تاريکو يې څخه د پوهې او ديندارۍ لور ته رهبري کړو.

موږ بايد په دې وپوهيږو چې علماء واقعاً د هغه پیغمبر وارثان دي کوم ، د چا له رويه چې الله تعالی د خپلې دا نړۍ پيدا کړې ده او ددې نړۍ نظام يې له برکته چليږی.

علماء ستړيا، هلې ځلې او خوارۍ کوي، ددې لپاره چې مسلمه امت د دين په لاره مستقيم کړي او د الله له احکاماتو يې خبر کړي، ترڅو په عقبی کې له جهنم او عذابونو څخه خلاص شي او جنت ته لاره پيدا کړي.

علماء زموږ محسنين دي او تل يې له پر موږ شفقت کړی دی ځکه چې همدا عالم دی،چې زمونږ او ستاسې د حیا او عزت د ساتنې لپاره يې قراني او نبوي احکامات زموږ تر غوږونو رارسولي دي او موږ يې پرې خبر کړي يوو.

همدا عالم دی چې نن يې له برکته مونږ د الله تعالی له وحدانیت او پیغمبر له بعثت څخه خبردار یو.

همدا عالم دی چې مونږ ته د جنت او د دوزخ لارې را ښایي.

همدا عالم دی چې مونږ ته یې د مور او پلار، مشرانو قدر او په کشرانو د شفقت درس راکړی دی.

همدا علماء دي چې موږ يې د اسلامي شريعت له حلالو او حرامو خبر کړو او موږ ته يې د ثواب او عذاب اعمال وښودل.

که چیرته دا په وجود کمزوری، ناچار خو په معنوي لحاظ د علم او تقوی دا سترې هستۍ زموږ په منځ کې نه وای او موږ يې د اسلامي شريعت له احکاماتو خبر کړي نه وای نو نن به موږ هم خدای مه کړه، د وحشيانو او غربيانو په څېر له جهالته ډک ژوند درلود، نه به مو د خپلې مور قدر پېژانده او نه به مو د خپلې خور حيا او ژوند به مو د فحشا او بې حيايۍ په سيلاب لاهو وی، نو بيا به په دې حالت کې زموږ څه حال وو؟

که عقل او سالم فکر ولرو نو وبه وايو چې دا به ز موږ له پاره تر ټولو بد حالت و!

نو دا چې علماوو موږ د ژوند له ټولو تاريکيو، بدو او بدرنګو څخه د رڼا او سم حالت په لور رهي کړي يو نو بیا ولی د عالم په وړو وړو خطاګانو پسې لکه مچان نښتي یو؟

ایا علماء انسانان نه دي او خطا به ترې نه کیږي؟

که چیرته خطاء ترې وشي نو مونږ به يې بيا ډنډوره کوو او تبليغات به پسې کوو؟

خو دا چې موږ ته اسلام د علماوو فضيلت راښودلی دی او د هغوی د قدر او عزت سپارښتنه يې کړې ده نو بيا به دا ضرورت پيدا نشي چې موږ دې له علماوو پسې خبرې وکړو.

نو له علماوو سره حسد کول، د ګناه او تباهۍ لامل ګرځي او په دې سره د ايمان خطر پيښيږي او له اسلام څخه د خارجېدو لامل کيږي، الله دې موږ له داسې حالت نه وساتي.

نور بیا…….

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

سعادت صاحب ! الله ج دی اجرونه درکړی زه به هم څه ورسره ولیکم :
لمړی : علما د دین ستنی دی که علما نه وی دین نشته که طبیب نه وی طبابت او که برقی نه وی برقی نشته که مور نه وی بچی نشته او …….
علما د دین ستنی دی ایزمی دمورکراتانو ته ویل شوی چه د دین د ختمولو اسانه لیار دا چه علما محوه او توهین کړی دین له منځه ځی دا کار د روسانو په پرون اشغال او یا امریکایان په نننی اشغال کی ترسره کوی مونږ مسلمانان یی په هره ممکنه او حکیمانه ډول باید مخنیوی وکړو .
دوهم: خپلو کی یو دا هم مه هیروی چه د علم سره عمل او عقوی ولری د دانش سره اندیشه ولری ، الله ج هم فرمایی دا ډول علما علما نه دی هغه خره دی چه کتابونه پری بار شوی خر له کتابو څه عملی ګټه بورته کوی حتی هغه کتابونه یی انرجی مصرفوی.
د دی ډول علماوو یا ملایانو ، مولانا او استادانو او شیخانو مثال نن په افغانستان کی ډیر زیات دی پرونی تش په نامه جهادی رهبران ټول پکی شامل دی لکه عبدالرب رسول سیاف ( عبد الامریکا ) ګلبدین ، قاضی وقاد ، مجددی ، افندی ، کشاف او داسی نور چه نومونه یی تبصره اوږدوی .
دا زما یوه نیوکه هم وه چه تاسی باید دغسی ډالری تش په نامه ملایانو هم څه ناڅه یادونه کړی وی چه د خلکو نیوکی بندی شوی وی

غمی.پښتین

قاری صاحب حامد سلامونه،
زه سټی کنډو پکتیا ګردیز کی شپون یم،زموږ د جومات مولوی به وییل چه.
هر څوک بل چا ته چاړه او یا خنجر په قهر سره پری وباسی چه ګویا دا په دا خنجر د وهم.نو که چیری دا کس تر څلویښت شپو پوری مړ شی نو خون یی په هغه خنجر ایستونکی باندی کیږی،
نو دا اوس ملایان ځان ته عالمان ،طالیبان وایی ، خو په اوږه راکټونه،ځانمرګی واسکټونه یی اغوستی وی،حتی عمامه یعنی سپین پټکی کی هم بمونه په برهان الدین ربانی پسی وروړل په مړ یی کړ.
جوماتونو کی ځانمرګی ،لاری ماینونه ،بازارونو کی چاودونی ټولی روا بولی او هم یی کوی،
نو ولس یی د څه شی صفت وکړی؟د بمونو،ځانمرګیو،کیبلو،ګیرو کنترول،ښځی سنګسار؟

اجمل

کچیری علما خپل معشیت او ژوند په جنګ کی لټوی بیانو ورسره دښمنی لازمی او پکار ده. زمونږ وطن کی علماو څخه بده استفاده کیږی. ګوری کابل اداره یی د خپلو ګټو لپاره ترینه استفاده کوی او هاخوا بیا همدا علما طالبانو ته د جهاد فتوا ګانی ورکوی. په تاریخ کی له همدغو علماو څخه راز راز استفادې شوی.

زه پدی خفه یم چی د علماو انجام به څه وی، هغوی چی له مدرسی نه فارغ شی بیا یی ټول خرڅ پر ولس شی، ملا ته ښه وخت د مړی دی چی اسقاط واخلی او خیراتونه وخوری. علما ټول عمر احتیاجه او مجتاجه وی درست یو منظم سیستم ورته نشته. ټول عمر باید ملا وی د جومات په کنچ کی خلک ورته ډوډی راوی او هغه یی په مفته وخوری. تر ټولو بیا هغه ښه یو یی بیا د یوې مدرسی مسوول دی چی د نورو طالبانو حق هم کله کله خوری.

زه وایم چی دا د مدرسی او مکتب واټن دی ورک شی. په ابتدا کی دی ټول تر ډیره دینی مضامین ولولی او بیا دی ټول د عصری مضامینو زدګړی په مختلفو ځانګو کی وکړی. علما د هم ډاکتر وی هم انجنییر. هغوی د صرف په دینوی علم اکتفا نکوی. چیرته چی زه په افغانستان کی ملا وینم تر ټول غریب او بیوزله او محتاجه ده. زه نغواړم نور زمونږه علما احتیاجه او صرف ملا ووسی.

عالمان په ریښتیا سره د پیغمبر (ص) له وارثینو څخه بلل کیږی خو نه لکه دا دوه زره دکابل عالمان او نه هم دا ### ملایان چی قطر او کویټی کی دي.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close