افغانستان

حکومت د نظام الدین قیصاري کور ته اوښتی زیان اداء کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ مرغومي، ۱۳۹۸ل): حکومت په شمال کې د خپلسرو وسله والو د یوه قوماندان «نظام الدین قیصاري» کور ته اوښتی زیان بیرته نوموړي ته ورکوي.

شاوخوا یوه میاشت وړاندې حکومتي ځواکونو د «قیصاري» پر کور برید وکړ؛ خو قیصاري له خپلو وسله والو پلویانو سره یو ځای د کور دننه پاتې شو او مقاومت یې وکړ، چې له امله یې د نوموړي پلویانو او حکومتي ځواکونو ته مرګ ژوبله هم واوښته.

اوس تازه حکومت د قیصاري پر کور شوي عملیات یوه «تېروتنه» بولي، د نوموړي کور ته اوښتی زیان جبرانوي او هڅه کوي، له قیصاري سره د خبرو له لارې تفاهم ته ورسېږي.

د ولسي جرګې یوه تن غړي «عبدالله قرلق» له کابل نیوز سره په خبرو کې ویلي « اوس حکومت مني، چې ترسره کړي عملیات یې یوه ستره غلطي وه او باید په شوو عملیاتو کې اوښتی زیان بیرته جبران او اداء کړل شي.»

د ولسي جرګې یو شمېر غړي د قیصاري پر کور شوي عملیات «غیر قانوني» بولي او حکومت تورنوي، چې له قیصاري سره شخصي معامله کوي.

د ولسي جرګې غړی «محمد عالم ساعي» وايي « د ولسي جرګې هغه پلاوی، چې مزار شریف ته د حقایقو د پلټلو لپاره تللی وو، د موندنو له مخې یې د بلخ د سیمه ییز حکومت او مرکزي حکومت حمله غیر قانوني او د محکمې له حکم پرته ګڼل کېږي.»

په ورته وخت کې ویل کېږي، چې حکومت یو ټیم د نظام الدین قیصاري کور ته لېږلی او د نوموړي د تخریب کور پر ترمیم کار کوي.

نظام الدین قیصاری، څه موده وړاندې د زورواکانو په وړاندې د اقدام تر نامه لاندې په ترسره کېدونکو کړه ییزو عملیاتو کې ونیول شو؛ خو په بند کې له یو څه وخت تېرولو وروسته بیا ځلې ازاد او په بلخ کې دېره شو.

د شنونکو په باور، د نظام الدین قیصاري نیول، پرېښودل او بیا ځلې يې پر کور برید کول، یوازې د دولتي ادارو کمپاین دی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close