افغانستان

عبدالله عبدالله سکاټ مېلر ته د دوو امریکایي سرتېرو د وژل کېدو تسلیت ویلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت اجرائیه رییس «عبدالله عبدالله» په افغانستان کې  د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان «سکاټ مېلر» ته د دوو هغو امریکایي سرتېرو د وژل کېدو تسلیت ویلی، چې دوې ورځې وړاندې طالبانو په کندهار کې وژلي وو.

له اجرائيه ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې عبدالله عبدالله تېره ورځ له سکاټ مېلر سره لیدلي، د نوموړي په وړاندې يې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د فعالیتونو قدرداني کړې او د وروستیو وژل شویو دوو امریکایي سرتېرو د تسلیت مراتب یې نوموړي ته وړاندې کړي.

د خبرپاڼې په بنسټ، عبدالله له سکاټ مېلر سره د افغانستان او سیمې په مسایلو هم غږېدلی.

یاده دې وي، چې دوې ورځې وړاندې د کندهار ولایت په «ډنډ» ولسوالۍ کې د امریکایي ځواکونو یو ټانګ د طالبانو له لوري ځاي پر ځای شوي ماین ته برابر شو، چې په پایله کې یې دوه امریکایي عسکر ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.

د امریکایي ورځپاڼو د انګېرنو له مخې، که چېرې امریکا له طالبانو سره د سولې موافقتنامه امضاء نکړي؛ روان کال به ددې هیواد د ځواکونو لپاره تر ټولو خونړۍ وي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اختر محمد

دا بی وجدانه شرم نه لری غلامی تر کومه

مرادی

الله تعالی دی له آمریکایانو سخه مخکی دا داخیلی مرتدین اوغلامان ورک کی امین

جميل

هر امريکايی چی وژل کيږی د دوی داسی خوا په بده وی لکه لور يا خور او يا مور چی يی کونډه کيږی ، څومره به يی ورته ژړلی وی ، دا خو لا بلا په پسی چی په شهيدانو يی ندی ياد کړی .

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close