افغانستان

ارګ له طالبانو اوربند او اجرائیه ریاست د تاوتریخوالي کموالي غواړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ مرغومي، ۱۳۹۸ل):  په داسې حال کې، چې طالبان او امریکايي لوری له اوږدو مذاکراتو وروسته یوه توافق ته د رسېدلو په تمه دي او امریکايي لوري له طالبانو د لس ورځني اوربند غوښتنه کړې، ارګ او اجرائیه ریاست ددې غوښتنې په تړاو متفاوت نظرونه لري.

دوې ورځې وړاندې د ارګ ویاند «صدیق صدیقي» ټینګار وکړ، چې اوربند د افغان حکومت د سولې په طرحه کې د شرط په حیث وړاندې شوی او په خبره یې، د تاوتریخوالي کمښت جامع او حقوقي معنا او عملي جنبه نلري؛ نو ځکه باید د دوه کاله وړاندې اختر په څېر اوربند وشي او په دې توګه عملي   حیثیت غوره کړي.

بل لور ته د اجرائیه ریاست ویاند «امید میثم» بیا وایي، لومړی باید تاوتریخوالی کم شي، تر څو په تعقیب یې بین الافغاني مذاکراتو ته لار هواره شي.

د امید په خبره، دوی د اوربند مخالفت هم نه کوي؛ خو د تاوتریخوالي کمښت هم کولای شي، د افغانانو خپلمنځي خبرو ته لاره هواره کړي.

ارګ داسې مهال، بین الافغاني مذاکراتو ته د زمینې د برابرېدلو په برخه کې له اجرائیه ریاست سره متفاوت نظر لري، چې حکومت وایي، بین الافغاني مذاکرات باید ددوی په رهبري ترسره شي.

د شنونکو په باور، د حکومت د بېلابېلو چارواکو او ادارو تر منځ د سولې په پروسه کې متفاوت نظر  موجود دی او دا تفاوت به د حکومت مؤقف د طالبانو په وړاندې نور هم کمزوری کړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

ددی ظالم یی د بلا هسی سپین پشتانه پکشی قتل کیژی، چی عبدالله وس وشی باالکل جنگ د پشتنو منطقه کی نه بندوی، دا هغه خاین دی چی د وزارت خارجه وخت کی یی په سو میلیونه باندی پر هغه سند لاسلیک وکر چی اشعالگرو ته د بمبار رسمی اجازه ورکری. پاکستان او روس او … هم په دغه خاین خوشحاله دی زکه دده په رهبری کی پشتون بچی قتل عام کیزی. نو زکه دی هغه سه وایی چی تور پنجاب خوشحاله کری.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close