افغانستان

بلخ: چاودنې یوولس تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ مرغومي، ۱۳۹۸ل):  د بلخ ولایت په مرکز «مزار شریف» کې، چاودنې د ماشومانو په ګډون یوولس تنو ته مرګ ژوبله اړولې.

د بلخ ولایت د والي ویاند «عادل شاه عادل» وايي،  چاودنه د مزار شریف ښار د نهمې امنیتي حوزې په حدودو کې رامنځته شوې، چې له امله یې دوه ماشومان وژل شوي او د یوه پولیس او اته ماشومانو په ګډون نهه نور ټپیان دي.

د عادل شاه په خبره، وژل شوي ماشومان ۱۲ کلن او ۱۴ کلن دي.

تر دې دمه د پېښې پړه چا په غاړه نه ده اخستې.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close