
د نړۍ لومړی پر سکرين کات کېدونکی لیپټاپ
نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۴ مرغومي، ۱۳۹۸): د لینوو مشهور شرکت تېر کال د کات کېدونکي لیپټاپ وړاندې کولو اعلان کړی و چې د جنوري په ۷مه نېټه یې د یوه نندارتون پرمهال د وړاندې کولو اعلان وکړ چې د روان کال په منځنيو میاشتو کې به د خرڅلاو لپاره وړاندې شي.
د لینوو دغه لیپټاپ تنک پيډ ایکس ۱ (Think pad x 1) د ۱۳.۳ انچه داسې OLED ډیسپلی ورکړل شوې چې سکرین یې د یوه بل سره په لګېدلو نه سکریچ/خرابیږي.
ددغه لیپټاپ سکرین ټوله شیشه ده او دومره نرم او ملایم دی چې په اسانۍ سره کات کېدلی شي.
د لینوو لیپټاپ یوه ځانګړتیا دا هم ښودل شوې چې په یوه سکرین ترې بېلا بېلا کارونه اخیستلای شې.
د شرکت لخوا په دې کې د ۵ میګا پېکسله IR کامره ورکړل شوې، او په ایکټو پين یا قلم سره پرې لیکل هم ممکن دي، دغه راز په دې کې د ډولبي سټیرو سپیکرې ځای پر ځای شوي دي.
کله چې لیپټاپ په بشپړ ډول پرانیستل شي، د سکرین لاندې خوا یې تڼۍ (Keyboard) څرګند شي، چې په ګوتو او ایکټو قلم یې استعمال ممکن دی، د لیپټاپ ثابت کېښودلو لپاره په دې کې یو سټینډ هم ورکړل شوی.
ددې سربېره د لیپټاپ سره خارجي کیبورډ هم شتون لري چې لیپټاپ سره وصل کیږي تر څو د بشپړ سکرین استعمالولو پرمهال ترې کار واخیستل شي، د کیبورډ په څېر یې د ماوس استعمال هم ممکن دی.
دا د یوه کتاب په څېر دومره کات کیږي چې په منځ کې یې د سینډویچ په څېر یوازې کیبورډ ورکول کیږي.
تینک پيډ ایکس ۱ لیپټاپ په وینډوز ۱۰ چلونکي سیستم سمبال دی، د ۸ جي بي ریم سره ۱۰۰۰ جي بي داخلي حافظه لري، خو د پراسیسر په اړه یې شرکت څه نه دي ویلي، ممکن په دې کې د انټيل Intel «لیک فیلډ پراسیسر ورکړل شي.
د چارج په اړه لینوو شرکت ویلي چې په دې کې ۵۰ واټه بیترۍ ورکړل شوې او په یو وار چارجولو سره ۱۱ ساعته کار کولی شي، ددې سربېره د یو ایچ ډي نسل ۱۱ ګرافکس کارډ هم ددې برخه ده.