
اوکرايني الوتکه کې د وژل شوو اوو افغانانو جسدونه پيژندل شوي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ مرغومي، ۱۳۹۸ل): تېره چهارشنبه د ایران پلازمېنې تهران کې د اوکراين مسافر وړونکې الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې د د ديارلسو افغانانو په شمول ۱۷۶ کسان وژل شوي وو، چې د اوو افغانانو جسدونه له عدلي طب څېړنو وروسته پيژندل شوي دي.
په تهران کې د افغانستان سفارت پر خپله فيسبوک پاڼه ليکلي، د افغانستان حکومت په لارښوونه يې له ایراني چارواکو سره په ګډه هڅې پيل کړي، تر څو په دغه الوتکه کې د وژل شوو افغانانو جسدونه وپيژندل شي او خپلو کورنيو ته وسپارل شي.
د سفارت له لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، له عدلي طب څېړنو وروسته د اوو تنو جسدونه پيژندل شوي او کورنۍ يې کولی شي، چې نن سه شنبه يې په تهران کې ترلاسه کړي.
د دې اوو کسانو په ډله کې سکینه احمدي، محسن احمدي، مطهره احمدي، رحیمه کاتبي، شهرام تاجیک، مهدي تاجیک او مهدي رضایي شامل دي.
د کابل حکومت ويلي و، د اوکرايني الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې د وژل شوو افغانانو لپاره به د عدالت غوښتنه وکړي، خو د وژل شوو کسانو کورنۍ او خپلوان وايي، يوازې تاوان اخيستل بسنه نه کوي، بلکې د پېښې عاملين بايد مجازات هم شي.
اوکراين ويلي، د کومو هېوادونو اتباع چې په دې پېښه کې وژل شوي وي، د هغو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران به په دې اړه راتلونکې پنجشنبه په لندن کې غونډه ولري.
ایران وايي، د پېښې ټول اړخونه څېړي.
د ایران ولسمشر حسن روحاني ويلي، د پېښې ټول اړخونه څېړي او د پېښې ټول عاملين به له قانون سره سم مجازات کړي.