
شعـــــرونه
غزل؛ ډاکټر جهاد الله عالم يار
ډاکټر جهاد الله عالم يار
ځينو لس چته کورونه ځان ته جوړ دي
هوښيارانو بيا قبرونه ځان ته جوړ دي
دومره وېره خؤره شؤي، په ښارونو
ګوره خلکو تابوتونه ځان ته جوړ دي
ددې خلکو درايت بيخي سيوا شو. (!)
اوس يې خپله مذهبونه ځان ته جوړ دي
د پلارونو په لار سم درومو جانانه
په دې لارو کې مو پلونه ځان ته جوړ دي
چې لهٔ مونږ سره يې نېغ وهل سرونه
هغه خلکو ځنځيرونه ځان ته جوړ دي
د لندو بهٔ څهٔ لنده شي، دا متل دى
خو دوى هسې بارانونه ځان ته جوړ دي
عالم ياره مونږ تاريخ ورته ښودلى
بلا ډېرو پيغورونه ځان ته جوړ دي