پکتیا: د طالب زندانیانو له تېښتې وروسته د زندان دوولس مسئولین نیول شوي

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۴ مرغومي، ۱۳۹۸): د پکتیا ولایت له مرکزي زندان څخه د اووه تنو طالب زندانیانو تر تېښتې وروسته د یاد زندان عمومي مدیر د زندان له دوولس تنو ساتونکو او مسئولینو سره یو ځای نیول شوی.

د پکتیا ولایت د والي ویاند «عبدالله حسرت» رسنیو ته ویلي، چې یاد دوولس تنه د وظیفوي غفلت له امله، تېره ورځ «دوشنبه» نیول شوي او څېړنې ترې روانې دي.

د حسرت په قول، په نیول شویو کسانو کې د زندان عمومي مدیر «اجمل یوسفزی» او یوولس تنه نور مسئولین او ساتونکي شامل دي.

د پکتیا د عمومي زندان مدیر او ساتونکي وروسته له هغه نیول کېږي، چې تېره ورځ اووه تنه طالب بندیان د پکتیا له عمومي محبس څخه ووتل او تر خپلو ملګرو ورسېدل.

له زندان څخه په وتلو کسانو کې پنځه یې د پکتیا او دوه د خوست ولایت اوسېدونکي وو، چې د کابل حکومت عدلي ارګانونو ورته د اوږده بند سزاوې اورولې وې.

طالب ویاند «ذبیح الله مجاهد» هماغه مهال د طالب زندانیانو خلاصون ومانه او یاده یې کړه، چې ازاد شوي کسان تر خپلو ملګرو پورې ور رسېدلي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د