شخصیتونهنړۍ

د جرمني مسلمان مفکر او دعوتګر مراد هوفمان د ۷۹ کلونو په عمر وفات شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د جرمني نوميالی مسلمان مفکر او دعوتګر مراد هوفمان تېره ورځ د ۷۹ کلونو په عمر وفات شو.

مراد هوفمان په ۲۰۰۹ کې د کال اسلامي شخصيت بلل شوی و.

په جرمني کې د مسلمانانو شورا پر  خپله ويب پاڼه د مرحوم مراد هوفمان د وفات اعلان کړی او نوموړی يې په نړيواله کچه ستر او اغېزناک شخصیت بللی دی.

د جرمني د مسلمانانو شورا ويلي، مراد هوفمان د ډېرو نسلونو او خلکو لپاره ايډيال شخصيت و.

مراد هوفمان د جرمني د بهرنيو چارو وزارت لوړپوړی چارواکی او ډيپلوماټ و، د الجزائر او المغرب سربېره يې په ګڼو اسلامي هېوادونو کې د جرمني سفير هم پاتې شوی، هلته يې عربي ژبه زده کړې وه، قرانکريم او ترجمه يې لوستې وه او په ۱۹۸۰ کال کې مسلمان شوی و.

د هغه د مسلمانېدو له امله له امله د جرمني سربېره په ټوله اروپا کې تبصرې او نيوکې پيل شوې او د دومره ستر ډيپلوماټيک شخصيت اسلام منل خلکو ته هيښوونکي وو.

له مسلمانېدو وروسته يې د اسلام او مسلمانانو په اړه ګڼ شمېر کتابونه ليکلي وو، چې د عربي او پښتو په شمول ګڼو ژبو ته ترجمه شوي وو.

د هغه يو کتاب «اسلام کبديل» د عربي، انګليسي او ګڼو نورو ژبو سربېره قاضي سلطان محمود صلاح پښتو ته هم ترجمه کړی او نوم يې «اسلام د واکمن نظام په توګه» دی، نږدې لس کاله مخکې په پېښور کې چاپ شوی و.

مراد هوفمان په خپلو کتابونو کې ليکلي، ۲۱مه پېړۍ په اروپا کې د اسلام پيړۍ ده او پر مسلمانانو يې دا نيوکه وه، چې ولې له رواني پلوه ناکام دي او د هرې ستونزې حل ولې په اسلام کې نه ګوري.

د مصر الازهر پوهنتون او د مسلمانانو علماوو نړيوال اتحاد د مراد هوفمان په مړينه غمرازي کړي او هغه يې د اسلام ستر او غښتلی مدافع بللی و.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
میرافغان

الله ج دې جنت الفردوس ځای کړي۔

عبدالمالک همت

الله دې وبخښي. جالبه ده د کفارو لوی شخصيتونه او پوهان اسلام ته رجوع کوي او مسلمانيږي او زموږ دا بيا دښمني ورسره کوي

اجمل

کچیری دا سړی له نیکتایی، لوڅ سر او خریلی ږیری سره ملا ترابی مخی ته ورغلای وای څه به یی ورسره کړی وای؟ طالبان ټولو هغو مسلمانانو ته کافران وایی چی د دغه سړی په صورت وی. #######

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close