افغانستان

د ټاکنیزو شکایاتو کمېسیون : نږدې لس زره شکایتونه رد شوي

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۴ مرغومي، ۱۳۹۸): د کابل حکومت د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وایي، د ټاکنو په پروسه کې د ثبت شویو شکایتونو له ډلې نږدې لس زره شکایتونه رد شوي.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون رییسې «زهره بیان شینوارې» نن په کابل کې رسنیو ته ویلي، چې دوی د ټاکنیزو شکایتونو د راټولولو په پنځلس ورځنۍ قانوني دوره کې ټولټال ۱۶۵۴۵ شکایتونه ثبت کړي؛ خو د هغوی له ډلې ۹۸۶۶ شکایتونه د کافي دلایلو او لاسوندونو د نه درلودلو له امله رد شوي.

شینوارې ددې تر څنګ، د ۵۳۱۶  ټاکنیزو محلونو د رایو د بیا شمېرنې، د ۱۰۹ محلونو د رایو د ابطال او د سرغړونو له امله د ۷۵ تنو کارمندانو د جریمې او د ۷۱ تنو نورو د شړلو خبر هم ورکړی.

کمېسیون داسې مهال د شاوخوا ۶۰۰۰ محلونو رایې بیا شمېري، چې د اشرف غني په مشرۍ د «دولت جوړوونکي» ټیم مسئولین دا شمېرنه غیرقانوني بولي او په ځینو ولایتونو کې یې د کمېسیون ددې پرېکړې په وړاندې د استیناف غوښتنه هم کړې.

په ورته وخت کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وایي، غوښنه برخه شکایتونه جدي دي او کېدای شي، پایلې ورسره تغیر وکړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

چی پدی خنډ او ځنډ کی د سی آی ای هدف څه دی ؟
زما په اند يو خو داچی تياره ډرامه پلاس ورغلی بل داچی د طالبانو سره يی توافقنامه پوره نده نهايی سوی ، خو خپل غلامان ئی ستړی او ولس ته ئی ښه پوره وشرمول(کهآ غلامانو شرم او حيا پيژندلای) .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close