
طالبان: له لاسته راوړنو څخه ښايي د چارواکو هدف هغه فساد وي، چې افغانستان ته یې اول مقام پکې ورکړ
نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۴ مرغومي، ۱۳۹۸): وروسته له هغه، چې د کابل حکومت د دفاع وزیر «اسدالله خالد» د اتلس کلنو لاسته راوړنو په ساتلو ټینګار وکړ او یاده یې کړه، چې دوی د سولې په بدل کې ددې لاسته راوړونو بایللو ته تیار نه دي؛ طالبانو یې په وړاندې توند غبرګون ښودلی او سوله او ثبات یې د افغانستان د خلګو اساسي اړتیا بللې.
د طالبانو له رسمي ادرس څخه د «ورځې خبره» تر عنوان لاندې خپره شوې تبصره کې حکومتي چارواکي د سولې په دښمنۍ او د «اشغالګرو» شتون ته د بهانو په لټولو تورن شوي او تر څنګ یې یاده شوې «د افغان ولس ضرورت دا نه دی چې د کابل دا بې کفایته، مفسد، ولس وژونکي، پردیپال ګوډاګي چارواکي دي پرځای پاتي وي. د افغان ولس غوښتنه دا ده چې سوله دي راشي که څه هم په قیمت کې یې دا ظالم چارواکي له منځه ولاړ شي، ولس دا نه غواړي چې سوله دې د ګوډاګیانو د موجودیت او د هغوی د خواهشاتو قرباني شي.»
تبصره وړاندې زیاتوي «دا چي اسد خالد اتلس کلني لاسته راوړني څه ګڼي؟؛ په دې سړی نه پوهیږي، ښایي هدف یې دا اتلس کاله د افغانانو قتل عام وي، ښایی هدف یې دا شپه او ورځ د افغانانو پر کورونو چاپې او بمبارونه وي، ښایی مطلب یې هغه مالي فساد وي چې ګران افغانستان ته یې د نړۍ په کچه لومړۍ مقام ور په برخه کړ، ښایی هغه مخدرات یې مقصد وي چې د دوی او د دوی د بادارانو له برکته یې کچه له صفره تر۸۲٪ سلني پورته شوه.»
د تبصرې په بنسټ،له دې پرته خو دا اتلس کاله افغانانو پخپلو سترګو نور څه نه دي لیدلي، که څه هم ټریلیونونه ډالر راغلل، خو٪۷۰ سلنه افغانان لا د فقر تر کرښې لاندي د ژوند سا اخلي، په لسګونو زره بین المللي عسکر د امنیت په نوم راغلل خو د کابل په ښار کې خلک په رڼا ورځ د وسلوالو غلو له لاسه وژل کیږي.
د طالبانو په خبره، «بې کفایته» او «پرديپال» چارواکي که هر څو د سولې دښمني وکړي؛ خو سوله به ضرور راځي او د افغانانو امیدونه به پوره کېږي.
طالبان د۱۸کلو لاس ته راوړنی نه وینی او که سر نه خلاصوی. زنا، لواطت، رشوت، اخلاقی فساد، اداری فساد غصب، زور ویل، قتل، چوروچپاول، غلا، د کورنی په مخ کی تجاوز، اختطاف، بی عدالتی، فحشا، شراب چښل، بی امنی، سپی، چرګان، کرکان…. او نور حیوانات او مرغان جنګول او پیسی پر اښول، د هلکانو رقصول،………………………..او نور.
اغاصاحب ته خپله بيا خالد او ده غوندي نور نه وينې ؟! د اسدالله خالد د ملالۍ شينواري سره معاشقه او نورو آزادو نجونو او ښځو سره په ارګ وزارتونو او نورو فحشاځايونو کي معاشقې او ساتېري کول، اسدالله خالد غوندي باناموسه او د حيا او غيرت او مېړاني نمونې وزيران او داسي ډېر نور دا ټول د امريکي د دوستانه مرستو؟؟؟، د بشر له حقونو څخه د دفاع ؟؟؟، آزادۍ ؟؟؟او ديموکراسۍ په پايله کي لاس ته راوړني دي.
دا هم وراضافه کره چی پر یو تعداد تنکیو یوار جنسی تجاوز او بیا ورخخه زانمرگی جورول.