نړۍ

پاکستان کې د سختو واورو او ورښتونو له امله اتيا کسان وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د پاکستان تر واک لاندې کشمير، بلوچستان ايالت او ځينو نورو سیمو کې د سختو ورښتونو او واورو له امله اتيا کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.

پاکستان کې له طبيعي پېښو سره د مبارزې اداره وايي، په کشمير، بلوچستان او شمالي سيمو کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پاکستاني چارواکو په وينا يوازې په کشمير کې د غره ښويدو او واورو له امله ۵۵ کسان وژل شوي او همدارنګه د بلوچستان ايالت په ګڼو سيمو کې تر دېرشو پورې خلک وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

د رپوټونو له مخې د بلوچستان په کلا سيف الله، پښين، ژوب، کلا عبدالله، مستونګ او ځينو نورو سيمو کې د سختو ورښتونو له امله د خلکو کورونه نړېدلي، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون په کې دېرش کسان وژل شوي او همدومره نور ټپيان دي.

د ژوب چارواکي وايي، د تودېښې درجه منفي ديارلس ده، پر سړکونو مزل نه کيږي، د ژوند چارې تر ډېره په ټپه ولاړې دي او زيانمنو خلکو ته د مرستو رسول هم له ستونزو ډک دي.

چارواکو له خلکو غوښتي، چې له اړتيا پرته سفر ونه کړي او د شپې له هر ډول سفر کولو ډډه وکړي.

د يادونې وړ ده، چې له تېرو څو ورځو راهيسې د کندهار، هلمند، فراه، هرات، لوګر، وردګو، غزني او يو شمېر نورو ولايتونو سربېره د پاکستان په ګڼو سيمو کې هم د ورښتونو او واورو له امله د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ دی او ګڼو خلکو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x