ټکنالوژي

له څلور کلن زیار وروسته د نړۍ لومړی ګول ځيرک مبایل نندارې ته وړاندې شو

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۴ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د امریکا په لاس ویګاس ښار کې د بريښنايي توکو د نندارتون پرمهال داسې ځانګړی ځیرک مبایل هم نړۍ ته معرفي شو چې په بشپړ ډول ګول دی.

دغه مبایل ته د (cyrcle phone) نوم ورکړل شوی، چې په اسانه جیب کې کیښودل کیدی شي.

د cyrcle شرکت لخوا په ۲۰۱۵م کال کې د ګول مبایل جوړولو اعلان شوی و چې په ۲۰۲۰م کال کې له څلورو کالونو زیار او کوښښ وروسته په بشپړ ډول نندارتون ته وړاندې شو.

په دې مبایل کې سیلفي او شاته ۱۳-۱۳ ميګا پېکسله کامرې هم ورکړل شوي خو د انترنیت دویم نسل 2G د استعمال وړتیا لري، او د ۳جي او ۴جي ملاتړ نشي کولی، ممکن دغه ستونزه یې د کاروونکو پرمخ د نه اخیستلو لامل هم شي.

مګر هغه وګړي چې د نوي او ځانګړي مبایل د استعمال شوق لري ددې لپاره هم ګول مبایل واخلي چې د جیب په بهرنۍ خوا کې په اسانۍ سره نښلول کیږي.

د مبایل جوړونې شرکت مشره «کریسټينا سایر» وایي چې د څلورو کالو موده کې یې تر ټولو ستونزمن کار د سکرین ګول کېدل وموندل، چې بالاخره په کامیابۍ سره ترسره شول.

ګول مبایل کې به نوي ټول کاریالونه د کار وړ وي، اوسمهال د امریکا په بېلا بېلو ښارونو کې دغه مبایل نندارې ته وړاندې کیږي.

د سایر کل مبایل بیه تر دې دمه نه ده ښودل شوې، خو په راتلونکې نږدې کې به په ډاګه شي.

له دې وړاندې هم په ۲۰۱۶م کال کې ياد مبايل ته ورته ګول مبايل وړاندې شوی و چې ۶۰۰ ډالره بيه يې درلوده، خو د مينوالو د پام وړ نه و.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x