کرېکټ: استرالیا هند ته د لسو ویکټو په توپير ریکارډي ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د هند او استرالیا کرېکټ لوبډلو ترمنځ په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې استرالیا لوبډلې هند ته د لسو ویکټو په توپیر ریکارډي ماتې ورکړه.

دغه سیالي چې د هند په ممبۍ ښار کې ترسره شوه، استرالیا د هند لوبډلې ټاکلي هدف په تعقیب کې اوپنرانو (ډیویډ وارنر او ارون فینچ) سلیزې ووهلې او ګڼ شمېر نور ریکارډونه یې په خپل نوم کړل.

په ننۍ سیالۍ کې لومړی هند لوبډلې توپ وهنه وکړه چې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوزیدلو ۲۵۵ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا شیکر دهاون ۷۴ او کی ایل راهول ۴۷ زیاتې منډې جوړې کړې، خو په توپ اچونه کې د استرالیا لخوا میچل سټارک ۳، پیټ کمینز او کین رچرډسن ۲-۲، ایډم زمپا او اشتن اګار ۱-۱ ویکټه وسوزوله.

https://twitter.com/ICC/status/1217129263272468480?s=20

د هدف بشپړولو لپاره د استرالیا اوپنرانو په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه، دوی بې له کومې ویکټې له لاسه ورکولو ټاکلی هدف په ۳۸م اور کې بشپړ کړ، ډیویډ وارنر د ۱۷ څلوریزو او ۳ شپږیزو په مرسته ۱۲۸ ناسوزیدلې، او لوبډلمشر ارون فینچ د ۱۳ څلوریزو او ۲ شپږیزو پر مټ ۱۱۰ منډې جوړې کړې.

په دې سره استرالیا لوبډله وتوانېدله د هند پر وړاندې د سترې ملګرتیا ریکارډ، د استرالیا لپاره دویم ستره ملګرتیا (پارټنرشیپ) او د هدف تعقیبولو په لړ کې دریم ستره ملګرتیا جوړې کړي.

له دې وړاندې د استرالیا او هندوستان ترمنځ په استرالیا کې د پنځه یو ورځنیو سیریز هم استرالیا په ۳-۲ ګټلی و.

Tags

Related Articles

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button