ورزش

بنګلدیش لوبډله پاکستان ته په دوه پړاوونو کې د یوه سیریز سفر کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د بنګلدیش کرېکټ بورډ مشر نظم الحسن درې ورځې وړاندې د رسنیو پرمخ وویل چې د حکومت په مشوره پاکستان کې یوازې د شل اوریزو سیالیو ترسره کولو لپاره چمتو دي خو «د ټيسټ لپاره به پاکستان لوبډله بل هېواد غوره کوي».

نن د سه شنبې په ورځ د پاکستان کرېکټ بورډ خبر ورکړ چې بنګلدیش کرېکټ بورډ ومنله دغه هېواد ته د شل اوریزو، یو ورځنیو او ټیسټ سیالیو لپاره سفر وکړي، البته دغه سفر به په دوه پړاوونو کې وي.

بنګلدیش لوبډله به په لومړي پړاو کې درې شل اوریزې او یوه ټيسټ سیالۍ ترسره کوي، له هغې وروسته به په پاکستان کې تجارتي لیګ (PSL) ترسره کیږي، او په اپریل میاشت کې به یو وار بیا بنګلدیش لوبډله پاکستان ته سفر کوي.

شل اوریزې سیالۍ به د جنوري میاشتې په ۲۴مه، ۲۵مه او ۲۷مه نېټه په لاهور ښار کې ترسره کیږي، خو ټيسټ لوبه به د فروري میاشتې له ۷مې نیټې څخه تر ۱۱مې نیټې پورې په راولپنډي لوبغالي کې ترسره شي.

له دې وروسته به په پاکستان کې د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ چې د فروري له ۲۰مې نیټې پېل او د مارچ په ۲۲مې نیټې پای ته رسیږي، ترسره شي، په اپریل میاشت کې به یو وار بیا بنګلدیش لوبډله د یوازینۍ پنځوس اوریزې او وروستي ټیسټ لپاره پاکستان ته سفر وکړي.

د پاکستان او بنګلدیش کرېکټ بورډونو ترمنځ بېلا بېلې لفظي شخړې بالاخره په دې پای ته ورسیدې چې بنګلدیش لوبډله به پاکستان کې ټيسټ سیالۍ ترسره کوي.

دواړه بورډونه په داسې حال کې یادې پریکړې ته رسیږي چې بنګلدیش په زغرده پاکستان کې د ټيسټ لوبې نه ترسره کولو پریکړه کړې وه، او پاکستان ویلي وو چې هیڅکله به نور کوربه سیالۍ له هېواده بهر ترسره نه کړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close