هند کې یوې میرمنې له خپل چټل خاوند طلاق غوښتی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۵ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د هند په بهار ایالت کې یوې ۲۰ کلنې میرمنې له خپل خاوند څخه ددې له کبله طلاق غوښتی چې هغه به تل چټل او ناپاک ګرځېده.

دغې ۲۰ کلنې میرمنې سونیا د طلاق اخیستلو لپاره له محکمې غوښتنه کړې، او دا عریضه یې کړی چې خاوند یې د چټلۍ سربېره د ژوند په چال چلند او برخورد کې هم ناوړه خویونه لري.

په بهار ایالت کې د ښځو کمیسون د یادې میرمنې شکایت اوریدلی او خاوند ته یې تر ۲ میاشتو وخت ورکړی تر څو خپل ځان سم او د ژوند انداز له چټلۍ او ناوړه برخورد پاک کړي، که داسې ونه کړي پر وړاندې به یې جدي اقدام واخیستل شي.

دغې میرمنې محکمې ته په خپل شکایت کې لیکلي چې خاوند یې په لسو لسو ورځو حمام نه کوي، خپل غاښونه هم نه پاکوي، ددې سربېره یې کورنی چلند او برخورد هم ناسم دی.

نوموړې په شکایت کې خپل داسې دریځ روښانه کړی، «زه نشم کولی د خپل خاوند سره په دې انداز ژوند تیر کړم، زه نور د هغه سره د اوسیدو توان نه لرم، ما له ده څخه لرې کړئ ځکه چې زما ژوند یې تباه کړ».

په دې اړه یې ۲۳ کلن خاوند په خپل دریځ کې ویلي چې غواړي په راتلونکو دوه میاشتو کې میرمنې ته د ځان پاکوالي او چال چلند سموالي باور ورکړي، غواړي له خپلې میرمنې سره ګډ ژوند تیر کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د