حکمتیار: له امریکایانو سره د «نه موافقې» په صورت کې هم طالبان له افغان جهتونو سره خبرې کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د حزب اسلامي مشر «ګلبدین حکمتیار» وایي، طالبان اوس دې ته چمتو شوي، چې له امریکایانو سره د «نه موافقې» په صورت کې هم له افغان جهتونو سره بین الافغاني خبرې وکړي.

حکمتیار، چې تېره ورځ یې په کابل کې یوې ناستې ته خبرې کولې، وویل «له طالبانو سره اوس تفاهم روان دی، هغوی هم دې ته چمتو دي، له نورو ګوندونو سره هم خبرې شوې، هغوی هم موافق دي؛ خو اوس خنډ یا د امریکا نوي شرطونه دي یا د کابل د حکومت دريځ دی.»

حکمتیار ددې تر څنګ ادعا وکړه، چې په قطر کې د طالبانو مذاکراتي ټیم ته د امریکا له لوري نوي شرطونه وړاندې شوي، چې له امله یې طالبان اندېښمن دي « د طالبانو لوری شکایت لري، چې امریکایان مسلسل نوي، نوي شرایط وړاندې کوي، ګواکي اوس د ایران او امریکا تر منځ ددې منازعې نه وروسته، امریکا له طالبانو غوښتي، چې له ایران سره خپل مناسبات قطع کړي.»

که څه هم طالبانو او امریکایي لوري په رسمي ډول د قطر د خبرو په تړاو څه نه دي ویلي؛ خو د نیویارک ټایمز خبریال «مجیب مشال» وایي، په تېره یوه اوونۍ کې دواړو لورو د پرمختګ په پار څو ناستې کړې؛ خو په سیمه کې روان تشنج ددې لامل شوی، چې هغوی په دې اړه څه ونه ووايي.

د مشال په خبره، طالبان دې خبرو ته خوشبین ښکاري.

که څه هم تر دې دمه طالبانو د حکمتیار څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی؛ خو تر دې وړاندې هغوی په بیا،بیا ټینګار کړی وو، چې له امریکایانو سره یوه توافق ته تر رسېدلو وړاندې بین الافغاني خبرې شونې نه دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

هغه بیچاره په صندوقو کی رایوی بیا کمی څه چه څه وی هغه هم تقلبی رایوی، او څهتری ع او غ پټی کړی وی د شیطان خپل نه شو او خدای ته یی مخ تور شو،
په هر صورت، اوس غواړی چه نوم یی څوک یاد کړی نو د دی ډول لویو لویو خبرو جرات کوی . طالبا ن د ګلبدین په شان سا ده ګان نه دی هغوی په الله توکل کړی او هغه توکل یی حریان لری

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

وايي: «الانتظار اشد من القتل» (انتظار تر قتل اشد او بدتر دی). له دې اتلسو ، نولسو کالو را په دې خوا امريکايانو پر موږ افغانانو پر ناريه او قاتلانه او جارحانه ډول ډول درنو او سپکو وسلو او د بمونو پر مور سر بېره دغه وسلې او حربې کارولې: – د نيولو پرمهال وهل ټکول او سخت ربړول او شکنجه کول. – په بنديخانو ننايستل. – په ډول ډول ګواښونو ګواښل او وېرول. – د اشخاصو ګوښو ته کول او منزوي کول او له هر ډول خدای ورکړو حقونو محرومول. – په اروايي ستونزو اخته کول. – په نشه… نور لوستل »

کندهاری
میلمه
کندهاری

حکمتيار صاحب سخت وغولېدلې چي د دې مکارو اشغالګرو او د هغو دين ضد، هيواد ضد، خلکو ضد ټيټو ګوډاګيانو سره دي ځان په جوال کي واچاوه. دغه شيطانان دي اخير ټول ملګري در څخه بد را کوي او پای به بې امته پيغمبر غوندي پاته يې. بس که زما منې پر کډه دي لرګی کښېږده، ځني وغورځه، برابر طالبانو ته ورسه او ورسره يو ځای سه. که نه د دې ابليسانو په وسوسو به دې زامن او زومان او نژدې خپلوان هم در څخه وتښتي او پر ښوی ډاګ به دي پرېږدي.