ملي امنیت شورا: طالبان دې اوربند وکړي، څو موږ ډاډه شو هغوی سوله غواړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د ملي امنیت شورا یو ځل بیا اوربند د بین الافغاني مذاکراتو لپاره شرط بللی او ټینګار یې کړی، چې طالبان باید اوربند ورکړي.

د ملي امنیت شورا ویاند «جاوید فیصل»، چې دا مهال د ملي امنیت شورا له سلاکار «حمدالله محب» سره د «رايسينه ٢٠٢٠ ډيالوګ» غونډه کې د ګډون لپاره ډهلي ته تللی، ازادی راډيو ته ویلي، چې په دې کنفرانس کې به د حمدالله محب د وینا تمرکز پر اوربند او افغان سوله وي.

نوموړي زیاته کړې «د ملي امنيت سلاکار به په خپله وينا کې د افغانستان پر سولې تمرکز ولري. دا چې د سولې لپاره اوربند مهم دى، ترڅو ډاډه شو چې طالبان نه‌يوازې سوله غواړي، بلکې د دې وړتيا هم لري چې د سولې په اړه پر شويو توافقاتو عمل وکړي.»

ملي امنیت شورا، داسې مهال پر طالبانو د اوربند غږ کوي، چې د ځینو سرچینو په حواله، امریکایي لوري له طالبانو د لس ورځني اوربند غوښتنه کړې وه؛ خو په غبرګون کې یې طالب ویاند د اوربند کولو راپورونه رد کړل او یاده یې کړه، چې طالب مشران د «تشدد په کمولو» په تړاو سلا مشورې کوي.

په داسې حالت کې، چې لا هم څرګنده نه ده،  طالب رهبري د تشدد له کمولو سره موافقه کړې یانه، اجرائيه ریاست او ارګ په دې برخه کې متفاوت نظرونه لري، ارګ اوربند د افغانانو د خپلمنځي خبرو لپاره شرط بولي؛ خو اجرائيه ریاست وایي، د تشدد کموالی هم بین الافغاني خبرو ته لاره هوارولای شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

دا ملی خائنين د سختی جزاء مستحق دی ، دا خواران بيا د مذاکراتو لپاره شرايط ټاکی .