د نیشان شرکت پخوانی مشر په بکس کې له جاپانه تښتېدلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۵ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د موټر جوړونې مشهور شرکت (نیشان) پخوانی مشر کارلوس غصن له جاپان څخه په پټه په بکس کې لبنان هېواد ته تښتېدلی دی.

کارلوس غصن د موټرو په صنعت کې مشهوره او پېژندل شوې څېره وه خو وروسته په جنایي تورونو تورن شو او اوس یو نړیوال فراري پيژندل کیږي.

د جاپان حکومت د نیشان (NISSAN) پخوانی مشر له اوږدې مودې راهیسې په دغه هېواد کې څاره خو له محاکمې څخه وړاندې په تېښته بریالی شوی دی.

کارلوس غصن په جاپان کې نظر بند او له هېواده بهر یې د سفر اجازه نه درلوده، خو نوموړی د یوې وسله والې ډلې په واسطه په بکس کې له هېواده بهر وړل شوی دی.

Image result for carlos ghosn box

له سخت څار او نظربندۍ وروسته د جنوري میاشتې په لومړۍ نيټه کارلوس په لبنان هېواد کې په ناڅاپي ډول راښکاره شو چې د جاپان وګړي او حقوقي غړي یې حیران کړل.

د لبناني تلویزون (Mtv) د راپور په حواله کارلوس د یوې وسله والې ډلې په واسطه له هېواده وتلی، نوموړی د موسیقي په یوه بکس کې پټ شوی او دا بکس له سیمې هوايي ډګر او له هغه ځایه لبنان ته وړل شوی دی.

Related image

کارلوس غصن چې فرانسوي الاصله برازیلی دی، رسنیو ته د خپلې حیرانونکې تیښتې په اړه ویلي چې، «ما غوښتل دا خطر ومنم، اوس ازاد یم چې خپله کورنۍ، بچي او میرمن وګورم. دا هغه څه دي چې په جاپان کې ترې منع شوی وم.

د یادونې وړ ده چې نیشان د جاپان موټر جوړونې ستر شرکت دی چې بېلا بېل ډولونه موټر چمتو کوي، خو اوسمهال یې په تولید کې کموالی راغلی او ددې برخلیک د له منځه تلو په خطر کې دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د