نظــر

د مولوي انصاري مېړانه د عزبن عبد السلام د مېړاني غوندې ده

ابوالوفاء

څو ورځي دمخه رسنيو خبر خپور کړ چي د هرات د ګازرګاه جامع جومات امام مولوي مجیب الرحمن انصاري حکم کړی چې پر تورنو کسانو دي د ده پلويان اسلامي حد جاري کړي. که چېرې څوک غلا وکړي، شراب وڅښي او د شرعې خلاف کارونه وکړي د ده د پلویانو له خوا به د اسلامي قوانینو په رڼا کې سزا ورکړل شي:«که چېرې غل ونیول شي…. باید دارالافتاء ته یوړل شي؛ که چېرې دارالافتاء وویل چې د غله لاس دې پرې شي، باید پرې شي – که يې څه هم د بشر د حقونو ټول سازمانونه تر شا ولاړ وي.»

اوس بيا په ځينو رسنيو کي راغلي دي چي دغه اسلامي عالم خپله د امر بالمعروف او نهي عن المنکر په نوم اداره جوړه کړې ده.

دا هم ويل کيږي چي دغه مولوی صاحب پر بیلبورډونو لیکلي دي چې بې حجابه مېرمنې د هغوی د میړونو د بې غیرتۍ ښکارندويي کوي.

آفرین دي سي ورباندي رښتيانی ديني عالم بايد دغسي وي. تر ده پوري مي د پخوانيو زبده عالمانو څخه د يوه نامتو عالم عز الدين بن عبد السلام رحمة الله عليه يوه تاريخي فتوا راپه زړه سوه. څنګه چي زموږ د دغه هراتي مولوی صاحب دا جرئت د دغه نامتو عالم (عزبن عبد السلام) جرئت او مېړاني ته ورته دی او په دې اړه دغه تاريخي روايت خوندور دي، ځکه يې نو درته ليکم هيله ده خوښ مو سي:

د ١٢٢٧ع.کال د اګست پر ٢٥مه د جرمني امپراتور دوهم فريدريک صليبي پوځونه د بيت المقدس پر لور وخوځېدل څنګه چي ده د اتل صلاح الدين ايوبي رحمة الله علیه د ورور ملک العادل د زوى ملک الکامل سره چي دا مهال د ټول ايوبي سلطنت واکمن سوی وو د دوستۍ تودې اړيکي درلودې، نو فريډريک الکامل ته وويل:” زه ستا دوست يم. پاپ او د اروپا خلک زما د دې سفر په موخه خبر دي. که زه خالي لاس ستون سم، ډېر به بې عزته سم. نو خداى ته وګوره بيت المقدس ما ته وسپاره. څو زه له دې امله سر لوړى سم “ .

د الکامل چي هم جګړې ته زړه نه کېدى، هغه ته وويل: ” ستا غوندي زه هم اړ يم چي د خپلو خلکو خيال وساتم. که زه بيت المقدس تا ته درکړم، زما ژوند ستونزمن کيږي او د اسلام عالمان ما له واکه را پرځوي “. بالاخره يې فريډريک ته مشوره ورکړه چي ته په يو ډول مصنوعي جګړه تظاهر وکړه. زه به خپلو خلکو ته ووايم چي د وينو بهېدو د مخنيوي په خاطر مي له مجبوريته بيت المقدس عيسويانو ته خوشي کړ. هغه وو چي د ١٢٢٨ع. کال په نومبر کي فريډريک د خپلو درو زرو تنو پوځيانو سره د جګړې ډګر ته ووت. الکامل د خبرو اترو ډرامه په لار واچول او مسلمانانو ته يې امر وکړ چي له بيت المقدس څخه ووزي. د دې خبري په اورېدو سره د مسلمانانو د اعتراضونو ږغونه د ساندو او ژړاوو سره پورته سول. په دغسي ناخوښه او ترينګلي حالت کي د ١٢٢٩ع.کال د فرورۍ پر ١٨مه بيت المقدس فرنګيانو ته وسپارل سو. د لسو کالو لپاره تړون لاسليک سو. د دې تړون له مخي بيت اللحم، بيت المقدس او څو ساحلي سيمي عيسويانو ته ورکړل سوې. قبة الصخره او مسجد الاقصى د مسلمانانو سره پاته سوه او د عيسى عليه السلام زيارت هم عيسويانو ته ورکړه سو.

فريډريک د بيت المقدس ښار ته ننووت او پر وګرځېد. بيا فريډريک په بيت المقدس کي د تاج ايښوولو مراسم تر سره کړل. له بله لوري مسلمانان الکامل ته پورته سول. د اذان وخت نه وو، خو د هغه د حرمسراى مخ ته يې اذانونه وکړل. اما الکامل ډېره بده وضع ورسره وکړه او ورته ويې ويل چي ځئ لاس مو خلاص!! له دې امله په هرځاى کي مسلمانانو له الکامل څخه کرکي څرګندي کړې. په دې هکله ابن تغري بردي د النجوم الزاهرة في ملوك مصر والقاهرة په٢/ ٢٠٦مخ کي ليکي: کله چي فريډريک ته د بيت المقدس د سپارلو خبر خپور سو مسلمانانو د قيامت ورځ جوړه کړه او شورماشور جوړ سو. له دې امله فريډريک له بيت المقدس څخه تر دوو شپو تېرولو وروسته ووت او يافا ته ولاړ.

د دمشق واکمن الملک الناصر داود بن معظم د خپل اکا الملک الکامل پر ضد مسلمانان نور هم تحريک کړل. د دمشق په جامع جومات کي بې شمېره خلک د اعتراض په دود راغونډ سول او د خپل غم او غوسې څرګندونه يې په ژړاوو او د الکامل پر ضد په چيغو او نارو وکړه. حافظ شمس الدين چي نامتو عالم ابي الفرج بن الجوزي يې د مور له خوا نيکه کېدی په دې هکله خپله وينا او يوه اوږده قصيده واورول.

په ٦٤٢هـ / ١۲٤٤ع. کال د الکرک حاکم الملك الناصر داود ابن الملك المعظم عيسى چي له ايوبي کورنۍ څخه وو پر بيت المقدس بريد وکړ او هغه يې له عيسويانو څخه ونيوى. وروسته ناصرداود الکرک ته ولاړ او بيت المقدس د دمشق حاکم الصالح اسماعيل بن نورالدين ته پاته سو. بيا د الصالح اسماعيل او د ده د وراره ملک الصالح نجم الدين ايوب چي د مصر واکمن وو تر منځ شخړه او جګړه رامنځ ته سوه. الصالح اسماعيل د صليبيانو ملګرى سو. د نجم الدين صالح پر ضد يې کومک ځني وغوښت.

په همدغه ٦٤٢هـ کال يې بيت المقدس، طبريه او عسقلان صليبيانو وسپارل او پر دې سربېره يې هغو ته اجازه ورکړه چي د دمشق ښار ته ننوزي، سلاوي او نور د اړتيا وړ شيان رانيسي. (تاريخي کتابونه وايي چي د دغه اسماعيل صالح د مغولو سره هم لاس پټ وو). په دې خيانت مسلمانان او اسلامي عالمان سخت په غوسه سول.

نامتو عالم عز الدين بن عبد السلام رحمة الله عليه فتوى ورکړه چي پر صليبيانو باندي د وسلو خرڅول حرام دي. هغه د جمعې په ورځ د دمشق په اموي جامع جومات کي منبر ته وخوت او دغه فتوى يې اعلان کړه او د دغه واکمن دغه عمل يې سخت وغندى، په خطبه کي يې هغه ته د دعا پر ځاى ښراوي وکړې چي په جامع کي را غونډو سوو خلکو د ژړاوو په حال کي آمين پر وايه. بيا دغه واکمن شيخ عزالدين او په دې کار کي د هغه ملګرى ابوعمرو جمال الدين الحاجب رحمة الله عليه بنديان کړل بيايې څه موده وروسته بېرته خوشي کړل او په کورونو کي تر نظربندۍ او نورو کړاوونو زغملو وروسته يې له دمشق څخه تبعيد کړل. چي له دې امله مهاجرت ته اړ سول. عز بن عبد السلام رحمة الله عليه مصر ته ولاړ او د هغه ځاى د واکمن ملک صالح ايوب لخوايې تود هرکلى وسو او د عمرو د جامع جومات د خطابت دنده يې وروسپارل.

بيا هغه وو چي د مصر د واکمن ملک الصالح نجم الدين ايوب پوځونو د ركن الدين بيبرس البندقداري الصالحي په مشرى په همدغه ٦٤٢هـ/ ١۲٤٤ع. کال د صليبيانو او د هغو د مسلمانو انډيوالانو سره په غزه او نورو ځايونو کي سختي تاريخي، اتلوالي جګړې وکړې، هغو ته يې تاريخي او عبرتناکه ماته ورکړه او بيت المقدس، بيت اللحم، اردن، دمشق او ډېري نوري سيمي يې د تل لپاره ځني آزادي کړې.

په دې ډول بيت المقدس بېرته د مسلمانانو لاس ته ورغى او نژدې اوه سوه کاله (تر ١٩١٧ع.کال پوري) د دوى په لاس کي پاته سو.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Abdulmajid

علمای همچو انصاری صاحب نورچشم ما وجمیع مومنان اند.

احسان محمود

مننه ابو الوفاء صاحب!! ډیر مي زړه غوښتل چې دې موضوع باندي یو څوک لیکنه وکړي، او زه په خپله مصروف زیات یم. او دا چې د اسلامي حدودو جاري کول زموږ د ایمان برخه ده، په دې هکله دي څوک فکر نه کوي، چې څوک د انصاري صاحب سره په دې موضوع کې مخالفت وکړي، نو ګواکي د اسلامي حکم مخالفت يې وکړ. انصاري صاحب ته زیات احترام لرم. خو تر هر څه اول انصاري صاحب که د عز بن عبد السلام په پل قدم ژيدي، نو د صلبیانو خلاف دي، د جهاد فتوا ورکړي، او را دي شي،… نور لوستل »

ابوالوفاء

دروند ورور محمود صاحب ستاسو څخه هم نړۍ مننه ! په دې اړه به هر مهال زما په زړه کي را ګرځېدونکې خبره وکړم او هغه داده چي کمونستانو به ويل: «چي وضع انقلابي سي مرتجعين ټول انقلابي سي». خو دا په دوی پوري ځانګړې مقوله نه ده، بلکي دا د ځينو اپرچونيستو انسانانو خصوصيت دی چي کله کوم ګونډ يا ډله يا يو څوک مخ پر قدرت او معتبر کيږي نو دغسي کسان پر غومبر راځي او ځانونه له ډېر پخوا څخه لا د هغو ملاتړي او پلويان څرکندوي ان چي تر ډېرو پخوانيو او اصلي پلويانو يې ډېر… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close