
ازبکستان: د افغانستان سولې خبرو لپاره کوربه توب ته تيار يو
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۵ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د ازبکستان د بهرنيو چارو وزير عبدالعزيز کاملوف ويلي، حکومت يې د افغانستان سولې خبرو کې د کوربه توب لپاره تيار دی.
نوموړي د هند پلازمېنې نوي ډيلي کې د ګډ حکومت د ملي امنيت له سلاکار حمد الله محب سره د دوه اړخيزو اړيکو سربېره پر افغان سوله خبرې کړي دي.
د ملي امنيت شورا وياند جاويد فیصل رسنيو ته ويلي، د ازبکستان د بهرنيو چارو وزير له حمدالله محب سره د خبرو پر مهال چمتووالی ښودلی، چې تاشکن د افغانانو په مشرۍ د سولې خبرو کې د کوربه توب لپاره تياری دی.
د جاويد فیصل په وينا حمدالله محب هم عبدالعزيز کاملوف سره په خبرو کې د افغانستان سولې لپاره د ګاونډيو هېوادونو همکاري اړينه بللې ده.
ازبک چارواکو تر دې وړاندې هم د افغانستان سولې په اړه د همکارۍ ټټر وهلی دی.
عبدالعزيز کاملوف څو ورځې وړاندې هم ويلي و، هېواد يې د افغانستان تلپاتې سولې او ثبات لپاره هڅې کوي او هيله يې ښکاره کړې وه، چې دا ځل به د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسليک شي.
ازبکستان د افغانستان سولې په تړاو د سيمې مهم هېواد بلل کيږي او د کابل حکومت سربېره له طالبانو سره هم ښې اړيکې لري.
د تېر ۲۰۱۹ کال په مارچ مياشت کې د ازبکستان د بهرنيو چارو وزير د طالبانو د سياسي مرستيال او قطر دفتر مشر ملا برادر اخوند ليدو لپاره دوحې ته تللی و او تر هغه وروسته د ملا برادر په مشرۍ د سياسي دفتر پلاوي هم په تېر کال اګسټ مياشت کې ازبکستان ته رسمی سفر کړی و.
ازبکستان ته د طالبانو د سياسي پلاوي د سفر پر مهال ازبک چارواکو د افغانستان سولې او اقتصادي پروګرامونو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی و.