زموږ لید او حقایق

حامد افغان
موږ شیان داسې نه وینو لکه څنګه چې د هغوی حقیقتونه دی، بلکې موږ یې پخپل ذهني چوکاټ کې ګورو او وینو. پر دې خبره د ښه پوهيدلو لپاره یوه بېلګه راخلو. یو چا د نجار یا ترکاڼ، خیاط او سلماني سترګې وروتړلې او د هغه هر یوه ګوتې ته یې د برق شارټ ورکړ. بیا یې له هر یوه پوښتنه وکړه چې د شارټ په مهال مو څه احساسوله؟

ترکاڼ: ما ګومان کوه لکه ګوته مې چې په څټک ووهله!
خیاط: ما داسې وانګېرله لکه ستن مې چې په ګوته ننوتله!
سلماني: ما فکر کوه چې په بياتي/قینچي مې ګوته پرېکړه!

سره له دې چې دوی ټولو ته په یو ډول اله شارټ ورکړل شوی و، خو دوی هغه اله داسې ونه ستایله لکه څنګه چې د هغې حقیقت دی، بلکې دوی په هغه شي وستایله چې دوی پېژاند، دوی تجربه کړی و او دوی هره ورځ کاروه. چې هغه د دوی د کار وسایل وو.

نو خبره سپینه شوه چې موږ شیان داسې نه وینو لکه څنګه چې د هغوی حقیقتونه دی، بلکې موږ یې پخپل ذهني چوکاټ کې ګورو او وینو، یغني زموږ ذهنيت چې څنګه تیار او عیار شوی دی موږ شیان د هغه په رڼا کې وینو. نو ځکه خبرې ګډې وډې او حقایق پټ دي.

په همدې معنا موږ او تاسو له علماوو یوه دعا اورو (اللهم أرني الحق حقاً وارزقني إتباعه ، وأرني الباطل باطلاً وارزقني اجتنابه) یعني یا الله! ما ته حق داسې راووینه لکه څنګه چې د هغه اصل او حقیقت دی او د هغه پیروي رانصیب کړه او باطل داسې راته وښيه لکه څنګه چې د هغه حقیقت دی او له هغه مې وساته.

ابن الجوزي رحمه الله په صید الخاطر کې وایي چې یوه روایت کې داسې هم راغلي دي (اللهم! أرنا الأشياء كما هي!) زما له پلټنې سره سم دا دعا مختلفو کتابونو راخیستې ده، ډېرو د عمر رضي الله عنه دعا ګڼلې ده، ځینو د ابوبکر رضي الله عنه دعا یاده کړې ده، ځینو د سلفو دعا او امام الغزالي او ځیني نورو خو ان د رسول الله صلی الله علیه وسلم دعا بللې ده. الله اعلم

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د