افغانستان

ایران: تمه ده د افغان سولې پروسه نتیجه ورکړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۵ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د ایران د بهرنیو چارو وزیر «جواد ظریف» په نوي ډهلي کې د کابل حکومت د ملي امنیت شورا له سلاکار «حمدالله محب» سره د افغانستان، سیمې او نړۍ په مسایلو خبرې کړې.

له ملي امنیت شورا څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې حمدالله محب د ایران دبهرنیو چارو له وزیر او ورسره پلاوی سره په لیدنه کې، په سیمه کې راپورته شوي وروستي بحرانونه د اندېښنې وړ وبلل او ټینګار یې وکړ، چې باید مسایل د مذاکراتو له لارې حل شي.

محب وړاندې ویلي «د ورستیو پیښو له امله د افغانستان د سولي پروسه باید متضرره نسي او د سیمي‌په کچه له دې پروسې سره لازمه او رښتینې همکاري وسي څو پایدارې سولې ته د رسیدو زمینه مساعده سي.»

د نوموړي د څرګندونو په غبرګون کې جواد ظریف ویلي، چې هیواد یې د افغان سولې له پروسې ملاتړ کوي او ددې پروسې پایلو ته هیلمن دی.

د ظریف په خبره، ایران له افغانستان سره اوږدمهاله او رغوونکو همکاریو ته ژمن دی.

ایران داسې مهال د افغان سولې د پروسې پایلې ته په تمه دی، چې د طالب او امریکایي مذاکراتي ټیم تر منځ په دوحه کې د خبرو بهیر روان دی او تمه ده دواړه لوري په لنډ وخت کې یوه توافق ته ورسېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
کندهاری

وايي « ګيدړي په دې لاښي کي دي ميلې وکړې » د افغانستان بې وزلي خلک پر څه حال دي او هيواد مو پر کومه روان دی او يو څو لغړيانو په دولت پوري ځانونه سينجاق کړي دي ښه معاشونه، ښې چوکۍ، امتيازونه، عزت، ښه کورونه، عيش او نوش او بهرنيو هيوادونو ته سفرونه او سفر خرڅونه ټول د دوی په خدمت کي دي. پخوا به يې ويل: «هر که آب از دم شمشير خورد نوشش باد». خو اوس لکه چي دا خبره سر چپه سوې ده. په دغسي کسانو څوک کار هم نه لري. بس غريبان او بې وزلان… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x