
د بشري حقوقو د څار سازمان: ۲۰۱۹ کې امریکا او حکومت تر طالبانو ډېر ملکي تلفات رامنځته کړي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۵ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د بشري حقوقو د څار نړیوال سازمان «HRW» وایي، په تېر میلادي کال کې امریکا او افغان حکومت د طالبانو په پرتله د زیاتو ملکي تلفاتو لامل شوي.
ددې سازمان له لوري په خپاره شوي کلني راپور کې راغلي « د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ میلادي کال په لومړۍ نیمایي کې، هغه عملیات چې د افغان حکومت او امریکايي ځواکونو له لوري ترسره شوي، د طالبانو له لوري يې د رامنځته شویو ملکي تلفاتو په پرتله ولسي وګړو ته زیات تلفات اړولي، چې غوښنه برخه يې د امریکایي ځواکونو د هوایي بریدونو له زیاتېدو سره یو ځای رامنځته شوي.»
په راپور کې وړاندې راغلي، چې د جګړې له غځېدلو سره جوخت د افغانستان د جګړې ټولو ښکېلو اړخونو ملکي وګړو ته تلفات اړوي او د جګړې اصول یې مات کړي.
د بشري حقوقو د څار سازمان وړاندې د جګړې له ټولو ښکېلو اړخونو غوښتي، چې د ملکي وګړو د ژوند ساتنې ته پاملرنه وکړي او د جګړې اصول مراعات کړي.
یاده دې وي، چې که څه هم امریکا، حکومت او طالبانو تر دې دمه راپور ته کوم غبرګون نه دی ښودلی؛ خو په تېر میلادي کال کې د ګډو ځواکونو شپنۍ چاپې او هوایي بریدونه هغه څه وو، چې د سلګونو ولسي وګړو د مرګ ژوبلې لامل شول.
که څه هم د شپنیو چاپو او هوایي بریدونو ملکي قربانیان په بیا، بیا د وژل شویو کسانو له جسدونو سره یو ځای تر امنیتي چارواکو ورغلل؛ خو هیچا یې غږ وانه اورېد او نه هم د پېښو په تړاو څېړنه وشوه.