نړۍ

د بلوچستان وزیر اعلی د چیچن وګړو د وژني د پلټني امر کړی دی

Quetta_A_wounded_Chechen_24335نن ټکی اسیا: د بلوچستان وزیر اعلی د هغو ۵ چیچن وګړو د وژني په اړه د تحقیقاتو امر کړی کوم چی د تیري سې شبنې په ورځ د کوټي ښار د خروټ اباد په سیمه کي د پاکستاني امنیتي ځواکونو له خوا په ډیره بې رحمۍ سره ووژل شوه.

پولیس او ایف سي هغه وخت ادعا کړې وه چی دا کسانو غوښتل پر دوی باندي سرښندونکي عملیات تر سره کړي،

دوی اسلحه درلودل او په ځان پوري يې چاودېدونکي توکي تړلي وه، پولیس دا ادعا هم کړې وه چي دغه کسان خپل په چاودیدونکو توکو ووژل شوه.

خو وروستي تحقیقاتو دا ثابته کړه چي دغه پنځه چیچنایان چي درې يې میرمني او دوه يې نارینه وه، د پولیسو له خوا په مخامخ ډزو وژل شوي دي، او هیڅ داسي ثبوت تر لاسه نه سو چي د پولیسو او ایف سي یوه ادعا هم ثابته کړي.

وروستي تحقیقات وايي چي د میرمنو څخه یوې میرمن چي څلور مرمۍ يي په جسم کي لیګدلي وې، د ۷ میاشتو یو ماشوم هم په نس درلود، چي هغه هم ورسره مړ شو.

ویل کيږي چي دغه چیچن کورنۍ چي هیواد يې د روسانو تر یرغل لاندي دی، غوښتل يې چي د پاکستان له لاري ایران ته سفر وکړي، خو خبر نه وه چي د اسامه بن لادن د پيښي شرم دمینځلو لپاره پاکستاني ځواکونه په یو اسانه هدف په سي ګرځي تر څو خپل پر لمن باندي لګیدلی داغ د بی ګناه، مهاجرو او مسافر په وینو پرېمنځي.

دا پيښه داسي پيښه نه ده چي په میاشتو یا کال به يې د سیمي خلګ او هر هغه چا چي د دغو معصومو او لا چاره خلګو د مرګ صحنه په ژوندي بڼه پر تلویزون باندي ولیدل، په اسانی سره هیره کړي، بلکي د پاکستان په یو داسي صوبه کي چي مخکي لا مختلفو شورښتونو ځپلې او د مرکز او صوبې تر منځ يې فاصلي پراخي کړي، د ځوانانو او عامو خلکو په منځ کې د حکومت ضد کرکه نوره هم را پاریدلې ده.

د پيښي ویډیو چي په ژوندی بڼه پر آج ټي وي ښکاره سوله، دلته کتلای شی:

{youtubejw}b023VkwLQug{/youtubejw}

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x