افغانستان

نيشنل انټرسټ: ډونلډ ټرمپ د افغانستان جګړې د پای ته رسولو هوډ لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۵ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د امريکا نيشنل انټرسټ خپرونې په يوه تازه مطلب کې ويلي، ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان جګړې د پای ته رسولو هوډ لري.

د خپرونې په وينا ولسمشر ټرمپ ټرمپ غواړي، د افغانستان جګړه پای ته ورسوي او خپل پوځيان بېرته خپل هېواد ته بوځي.

نېشنل انټرسټ زياتوي، د افغانستان جګړه بايد اته کاله مخکې پای ته رسېدلې وای.

مجلې د افغانستان جګړې په اړه د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د څېړنيز راپور يادونه هم کړې ده.

نېشنل انټرسټ زياتوي، چې واشنګټن پوسټ د افغانستان اتلس کلنې جګړې په تړاو د حقايقو موندنو په موخه له ګڼ شمېر پخوانيو او برحاله پوځيانو او چارواکو سره مرکې کړې وې.

د واشنګټن پوسټ په راپور کې راغلي و، امريکايي ولسمشران او جنرالان په دې پوهېدل، چې د افغانستان جګړه ګټونکې نه ده او د درنو مالي او ځاني زيانونو سربېره يې هم حقايق له خلکو پټ کړي او دا تېر څو کاله يې په درواغو تېر کړي دي.

نېشنل انټرسټ دا مقاله په داسې حال کې خپره کړې، چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو يوه کلن مزل کې لس پړاوه مذاکرات شوي او دواړه لوري وايي، دا خبرې نهايي شوي دي.

د افغانستان سولې لپاره د امريکا خاص استازي زلمي خلیلزاد ويلي، له طالبانو سره يې خبرې نهايي شوي، خو د سولې تړون د لاسليک لپاره يې د تشدد کمول اړين بللي دي.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين هم ويلي، له امريکا سره يې خبرې بشپړې شوي او هيله يې څرګنده کړې، چې په لنډ وخت کې به د سولې تړون د لاسليک نېټه څرګنده شي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، له امريکا سره د سولې له تړون مخکې د تشدد په کمولو په خپلمنځي سلامشورو بوخت دي، خو تر اوسه دا نه ده روښانه چې طالبانو په دې اړه څه پرېکړه کړې که نه.

له تېرو څو ورځو راهيسې د سولې خبرو په تړاو نوې معلومات نه دي ترلاسه شوي، خو په افغانستان کې د نيويارک ټايمز ورځپاڼې خبريال مجیب مشعل ويلي، طالبانو او امريکايانو تېره اونۍ په قطر کې مخفي ناستې کړي او په سيمه کې د روان تاوتريخوالي له امله يې دا خبرې د رسنيو له سترګو پټې ساتل شوي دي.

د ښاغلي مشعل په وينا طالبانو د سولې تړون ته خوشبينه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx