
کابل: بهرنیو چارو وزارت د ایراني چارواکو د څرګندونو په تړاو د ایران له سفیر وضاحت غوښتی
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۵ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د کابل حکومت د بهرنیو چارو وزارت، د ایران له سفیر «بهادر امینان» څخه د ایراني چارواکو د هغه څرګندونو په تړاو وضاحت غوښتی، چې د بهرنیو چارو وزارت له قوله، ویلي یې وو، په افغانستان کې د ځینو نقطو د په نښه کولو اراده لري.
له بهرنیو چارو وزارت څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کاږي «په دې لېدنه کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ایران سفیر څخه، په ایران باندی د متحده ایالاتو د برید په صورت کې په افغانستان کې د ځینو نقاطو په نښه کولو د احتمال په اړه د هغه هېواد د هوایي پوځ د قوماندان په ګډون د ځينو ایراني مقاماتو د څرګندونو په اړه، وضاحت وغوښت.»
د خبرپاڼې په بنسټ، د ایران سفیر ټینګار وکړ، چې هیواد یې له افغانستان سره نېکې او حسنه اړيکې غواړي او ملي حاکمیت او ځمکني تمامیت ته یې بشپړ احترام لري.
د ایران د سفیر له قوله، ځیني رسنۍ د ایراني چارواکو څرګندونې غلطې تعبیروي.
یاده دې وي، چې تر دې وړاندې د ایران سفیر له یوه تلویزون سره په خپله مرکه کې ویلي وو، چې که هیواد یې په افغانستان کې د امریکایي اډو په نښه کول وغواړي، لومړی به د افغان حکومت له مشرانو سره په دې تړاو مشوره کوي.