
د مدارسو د بندولو غوښتنه
حفيظ الدين پيرزاده
وزیر گل نن په شین سھار راته زنگ وھلی و. ما له روغبړ پس د ھغه سیکولر خبرہ ورته وکړہ چې وایي: دولت دې پر مدارسو بندیز ولگوي ځکه چې ترھگر له ھمدې ځایه په فکري وسله سمبالیږي او بیا په ټولنه کې تشنج پیدا کوي.
ھغه دا ځل لغماني چل راسرہ وکړ. راته کړل یې: ستا څه نظر دی؟
زہ چې خپل فکري لیدلوری د وزیر گل پر نظرونو تعینوم، حیران وم، څه ورته ووایم؟!!
خو بیا مې سوچ وکړ چې راشه لږ یې وسکُنډہ؛ نو مې ورته وویل: افغانستان یو دیموکراتیک جمھوریت دی، ھر سړی کولای شي خپل نظر په ازادانه توگه ووایي. زموږ ځینې اسلامپالو مبارزینو په خواله رسنیو کې ھسې شور جوړ کړی چې دا سیکولر باید محاکمه شي!
د فکر ازادي د انسان طبیعي حق دی او دا سیکولر ھم حق لري خپل نظر په ازادانه توگه بیان کړي!
وزیر گل د قلندر مومند په شان دی، له ھغه څخه ھم په اسانه خبرې نه راوتلې خو که به چا لږ تخریش یا غصه کړ، بیا به یې خوله خلاصه کړہ او داسې نایاب مالومات به یې ارایه کړل چې سړی به ورته حیران پاته و!
وزیر گل راته وویل: ستا خبرہ ښایي تر یوہ حدہ سمه وي. زہ د سیکولر پر ببولالو تبصرہ نه کوم، ځکه که ھغه رښتینې افغان او د سړي زوی وای نو سیکولر به نه و. ښایي دا ھم دولتي چارواکی وي یا د غني لخوا گومارل شوی، د دوہ سوہ ډالرو په مقابل کې کوم ضمیر خرڅونکی خیاط!
تر دہ مخکې نورو ھم داسې ببولالې زمزمه کړي د رباني د اخواني جمعیت مشر حفیظ منصور او نورو مشرانو یې ھم یو وخت ھمدا سندرې ترنم کولې خو کوم ځای یې و نه نیوہ!
زہ تاته بله خبرہ کوم، داسې به فرض کړو د امارت وخت دی، آیا داسې څوک به پیدا شوی وای چې دولت ته عریضه وکړي د جلال آباد په ښار کې ورته د شرابو د دوکان د پرانستلو اجازہ ورکړي؟!!
ما ورته وویل: نه، اجازہ خو لیرې خبرہ دہ، که د امارت پاچاھي وہ نو د داسې جرئت کونکی سابه یې ھم دوہ ځله پر مالگه کول؛ لومړۍ سزا د یوہ غیر شرعي او حرام شي پر غوښتلو او دویمه سزا به چارواکیو پخپله بې عزتۍ ورکوله او خامخا به یې ورته ویل: موږ تاته دومرہ پریوتي، ذلیل او بې عزته ښکارہ شو چې د یوہ قطعي حرام شي د پیلولو اجازہ را څخه غواړې؟!!!
وزیر گل راته کړل: بالکل، ما ھم ھمدا له تا څخه اوریدل غوښتل. زموږ ټولنه ۹۹ سلنه مسلمانه دہ او مدارس د دې ټولنې د معنوي اړخ اساس دی.
د مدارسو د بندولو غوښتنه د شرابو د دوکان د پرانستلو تر غوښتنې په مراتبو قبیح عمل دی.
که د کابل ادارې د یوہ ویښته د زرمې برخې په اندازہ افغانیت، اسلامیت، عزت، حب الوطني او کرامت درلودای نو ھیچا به ھم ترې د داسې نامعقولې غوښتنې جرئت نه و کړی!
زہ سیکولران نه ملامتوم، ځکه ھغوی خو له غرب څخه د پیراشوټ له لیارې دلته یو ناڅاپه راکوز کړای شول، بچي یې وکړل او زرغون شول، نه د دې ټولنې دیني او ملي ارزښتونه پیژني او نه ورسرہ کومه علاقه لري خو حیران سیاف، کشاف او نورو ھغو دیني عالمانو ته یم چې د اشغال تر سیوري لاندې ناست دي او دنیاوي حرص او د ډالرو شوق یې ضمیرونه داسې ور وژلي چې د یوہ سیکولر پر دومرہ سترہ بې ادبۍ ھم أُف ھومرہ نه شي ویلای!!! یا ښایي ھغوی ته به ھم مدارس د ترھگرۍ مراکز ښکاري!
ما سرہ وزیر گل ته نور د څه ویلو پاته نه و نو له یو څو عامو خبرو پس مې ترې اجازہ واخیسته او تیلفون مې بند کړ!
________________
حفیظ الدین پیرزادہ
د جنورۍ ۱۵/ ۲۰۲۰ م
ستاکھولم سویدن
ما سیاف سیب ته دا مشوره ورکره چه زان ته په پغمان کی دتعویذونو دوکان خلاص کره،لژعاید به هم تر لاسه کری بل به لژ مصروف وی، بوش دا غوشتل چه له سیاف نه ناوی جوره کری لاس او پخی ورته نکرزی کری او په پغمان کی کینوی،چه هماغسی وشول،بده خو داده چه سیاف اوس هم زان په نرانو کی حسابوی.
پدا ۱۹کالوکی چه سومره توهین او سپکاوی اسلامی مقدساتوته وشول ده خبیث یوه ته هم غبرگون و نخود.
که اسلامی حکومت راشی زه اول داعرض ورته کوم چه په ټولومدرسوکی دی اول قرآنکریم ټکۍ په ټکی حطماً په ترجمه ورزده سی دوهم:مدرسی دی حطماً لکه مکتبون پنځه ساعتونه تعلیمی پابندی ولری،۳ :ساینس اوټکنالوجی تدریس دی کی وسی(سوره الحدید ۲۵)دمسجدو دغه لس دقیقیی تدریس دی بند سی ماشومان دی حطماًمدرسویا مکتبوته داخل سی دادانګریزانواووطن دښمنوقانون اوخبری دی دمنځه ولاړی سی چه مکتب ویل کفردۍ ساینس اوټکنالوجی یوداسی علم دۍ چه په هیڅ دین ایډیالوجی تعلق نلری دالله دپیداسوی مادی دمختلفوخواصوڅخه داستفادی کولوڅخه اصلحه جوړول انتقالی وصایل جوړول برق اوداسی نوروشیانودجوړولواستفاده کول دی نه څوک ملحد کوی نه یی مسلمانوی… نور لوستل »
که زه صلاحیت ولرم د مدرسو او د مکتب در منځ خلا به لری کړم. دواړو ته به نوم د مکتب یا مدرسی ورکړم. دینی مضامین اوعصری مضامین دواړه باید یو رقم په یو معیار وویل شی پر ټولو باندی لکه د لمانځه فرض. ګوری ملا صیب ته ریاضی نه ورځی، هغه په فزیک او کیمیا خبر هم ندی څه رسه طبابت ته. ملا چی هر څومره علم وکړی نتیجه یی ملایی ده یا د مدرسی مدرس. ټول عمر پر خلک باندی بار او محتاجه وی په اصطلاح طفیلی ژوند لری. ګوری د ایران شیعه ګانو ته د هغوی هر… نور لوستل »